لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتوني بلینکن اشرف غني ته ویلي، د طالبانو سره شوي تړون ته بيا کتنه کوو


د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د ياد تړون ترمخه خپلې ژمنې پوره کړي که نه دي؟.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، انتوني بلينکن په 28م جنورۍ د اشرف غني سره په خبرو کې د امریکا د افغانستان سره د همکاريو په ژمنتيا خبرې کړي دي.

بلينکن ویلي، امريکا په افغانستان کې د سولې د پروسې سفارتي ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د لارې دايمې اوربند وشي چې ګټه يې ټولو افغانانو ته وي.

هغه ویلي امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبان د تړون لاندې ژمنو سره پاتې شوي که نه؟ چې د نورو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې ختمې کړي؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی؟ او د افغان حکومت او نورو اړوند فريقېنو سره يې معني خېزې خبرې پېل کړي دي که نه دي؟.

نوموړي په دې ليوالتيا ټینګار کړی چې ټول افغان مشران دې د سولې د بهير ملاتړ وکړي.

ارګ د دغو ټيليفوني خبرو په اړه ويلي، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ارګ د دغو خبرو په اړه په ټويټر ویلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG