لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي امریکا سره یې خپلې ژمنې پوره کړي،القاعده افغانستان کې نشته


طالبانو دامریکې دا تورونه رد کړي چې ګنې امریکا سره دسولې شوي تړون کې یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ القاعده سره یې هم اړېکو ته دوام ورکړی دی.

دجمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي القاعده اوس په افغانستان کې وجود نه لري اؤ نه هم دطالبانو په لیکو کې بهرني وسله وال شتون لري.

هغه ویلي طالبانو چې د فرورۍ میاشت کې امریکا سره دسولې تړون کې کومې ژمنې کړې وې په هغې ټولو یې بشپړ عمل کړی اؤ هیڅکله له خپلو ژمنو نه دي اوښتي.

دامریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي تیره ورځ ویلي وؤ طالبانو چې امریکې سره دسولې شوي تړون کې کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پوره کړي اؤ د القاعده شبکې څخه یې هم ځان نه دی رانغښتی .

شیرمحمد عباس ستانکزي د طالبانو اؤ القاعده ترمنځ د اړېکو د دوام دعوه رد کړه اؤ وئ ویل القاعده اوس‌ په افغانستان کې نشته اؤ داعش ډله هم اوس دلته ډیره کمزورې شوې ده.

هغه وویل طالبانو د داعش ماتولو اؤ ختمولو په لار کې خپل زرګونه وسله وال قربان کړي اؤ اوس داعش په افغانستان کې بیخي کمزوری شوی دی.

ښاغلي عباس ستانکزي دا هم وویل چې امریکا کې که بیلابیل چارواکي هر رقم خبرې کوي هغه یې خپل نظر دی خو دسولې دپروسې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره خبرو کې دخیل دی اؤ اؤ دواړه خواوې دسولې خبرو کې کومه ستونزه نه لري

هغه تور ولګولو چې دامریکا اؤ د طالبانو ترمنځ دسولې له تړون وروسته افغان دولت دهیواد بیلابیلو سیمو کې دطالبانو په ضد عملیات یوازې ددې دپاره ترسره کړي تر څو نړیوالو ته تاثر ورکړي چې ګنې افغانستان کې جګړه روانه ده اؤ باید بهرني ځواکونه په داسې حالت کې ونه وځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ د میاشتې د تړون له مخې، باید د ۲۰۲۱ کال تر مئ میاشتې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې طالبان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ هم به چاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو پرضد دترهګرۍ دمقصدونو دپاره وکاروي.

خو په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو او ډپلوماټانو ویلي، د طالبانو په ځانګړې ټوګه د حقاني شبکې او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نېږدې پاتې دي.

ډپلوماټانو اندېښنې څرګندې کړي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا هغه باور او ډاډ زیانمنوي چې د سولې د بریالیو خبرو لپاره اړین وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG