لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې موټر بم چاؤدنه، اته سرتيري پکې وژل شوي


د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د عام نظم په مرکز موټري ځانمرګی بريد شوی چې پکې چارواکو لږ تر لږه د اته سرتيرو د وژنې تاييد کړی دی.

د ننګرهار چارواکو ويلي دغه بريد نن په 30م جنورۍ د خالي/شنبې په سهار وختي شوی دی.

چارواکو ويلي په بريد کې د عامه نظم اته سرتيري وژل شوي او د 14 پورې نور ژوبل شوي دي. ځينې راپورونه د سرچينو له قوله وايي په بريد کې 12 سرتيري وژل شوي دي.

د امریکا غږ ترمخه د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر په پېښه کې د 14 سرتيرو د وژل کېدو او څلورو د ژوبلېدو تاييد کړی دی.

نوموړي ويلي، امنيتي ځواکونو د چاؤدېدونکو موادو ډک يو بل ګاډی هم نيولی دی.

راپورونه وايي طالبانو د بريد زمه واري منلې او په چاؤدنه کې يې د 50 پورې سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG