لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په ایټمي تړون کې د نورو شریکانو شاملول او په دې اړه نورې خبرې رد کړې


واشنګټن ــــ وروسته له دي چې د فرانس صدر ایمانول مکرون له ایران سره د ایټمي‌ تړون په خبرو کې د سعودي عرب د شاملولو غوښتنه وکړه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال قوتونو سره په ایټمي تړون کې د نویو برخوالو شاملول یا نوې خبرې پیل کول رد کړې.

ریاستي میډیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ترجمان سعید خطیبزاده له قوله لیکي چې دغه یاد ایټمي تړون یو څو اړخیز نړیوال تړون دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سیکیورټي کونسل د 2231 قرارداد د لاندي تایید شوی، په کوم باندې چې بیا خبرې کول بندې دي او شریکان یې ښکاره او نه بدلېدونکي دي.

وروسته له هغې چې د صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې واشنګټن په 2018م کال کې د ایټمي تړن نه ووتلو او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا ولګولې، ایران د معاهدې سرغړونه پیل کړه او د یورینیم وده یې زیاته کړه.

د صدر جو بایډن نوي حکومت دا خبره څرګنده کړې چې دوی به په دغه ایټمي تړون کې بیا شامل شي مګر شرط به دا وي چې ایران د معاهدی بشپړ اطاعت پیل کړي.

سعودي عرب او د هغه اتحادي یو اې اي متحده عرب اماراتو ویلي دي چې د خلیج عربي هیوادونه باید دا ځل په هر ډول خبرو کې شامل وي کوم چې دوی وايي باید د ایران د بېلسټک توغندیو پروګرام او د منځني ختیځ شاوخوا د دوی پراکسیز یا دوی د پاره جګړه کوونکو مرسته کول هم په خبرو کې شامل کړی شي.

د العربیه ټیليویژن د رپورټ له مخې د جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې د فرانس صدر ښاغلي مکرون د ایران د 2015م کال په ایټمي تړون کې سیمه ییز هیوادنونه نه شاملول یوه غلطي وبلله.

سعودي عرب چې د ایران سره په سیمه کې د یمن په شمول په څو پراکسي یا نیابتي جګړو کې ښکیل دی، د صدر ټرمپ له خوا په ایران باندې د ډېر فشار راوړولو ملګری وو.

د فرانس صدر ایمانول میکرون وویل چې له ایران سره هر قسم نوي د ایټمي تړون خبرې به ډېرې سختې وي او ښاغلي زیاته کړه چې ډېر لږ وخت پاتې دی چې ایران د ایټمي وسلې لرلو څخه منع کړی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیبزاده وویل مکرون دې ځان وساتي یا دې د زغم نه کار واخلي. ښاغلي زیاته کړه که چېرې د فرانس چارواکي د فارس خلیج عربي هیوادونو ته د دوی د وسلې په خرڅولو اندېښمن وي نو دوی ته پکاره ده چې خپلو پالیسیو ته بیا کتنه وکړي.

خطیبزاده وویل چې د نورو مغربي هیوادونو د وسلو سره سره د فرانس وسلې نه یواځې په یمن کې د زرګونو انسانو په قتل عام کې استعمالیږي خو په سیمه کې د بې ثباتۍ اصل وجه هم ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG