لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په میانمار کې له پوځي بغاوته ورستو امریکا وايي نوي ګامونه به اخلي


د امریکا صدر جو بایډن ويلي په میانمار کې اولس د ېوې لسېزی راهسې د جمهوریت لپاره هلې ځلې کولې. هغه وویل په دغه وخت کې امریکه له میانماره پابندۍ پورته کړې وې، هیواد جمهوریت خوا ته ور روان ؤ. هغه وویل دا وخت چې پوځ په اقتدار قبضه وکړله، نو امریکه به د خپلو پابندیو بیا جاېزه اخلي او مناسبه ګام به پورته کوي.

تېره ورځ د میانمار پوځ په زوره واک واخستلو، سیاسي مشران یې ګرفتار کړل.

د نوبل انعام ګټونکې انګ سانګ سوچي د یوې ورځې تیریدلو باجود هم درک نه لګي چې چرته ساتل شوی ده. پوځ د یو کال لپاره په هیواد کې بیړني حالات په ځای کړي دي.

پوځ ويلي دي په نومبر کې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه خو حکومت هیڅ ګام نه اخستلو.

تېره ورځ د امریکا د خارجه وزیر انټونیو بلینکن د میانمار په پوځ غږ کړی ؤ د خپلو ګامونو نه دې په شاه شي.

په برما کې د پوځ په اقتدار د قبضې ورستو د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمېر غربي هیوادونو مشرانو ویلي دي دا ګام جمهوریت زیاني کوي.

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انټونیو ګوټېرس هم د میانمار په پوځي مشرانو غږ کړی چې په سوله ایزو خبرو اترو دې خپل اختلاقونو ختم کړي.

سیکرټري جنرل د آنګ سانګ سوچي، صدر وین مېنت او نورو سیاسي مشرانو نیول کیدلو سخت اندېښمن کړی.

اروپايي اتحاد، برتانیې، اسټریلیا، هندوستان او سنګاپور هم د میانمار په تازه حالاتو خپلې اندېښنې څرګند کړي.

په میانمار کې د کودتا وروستو په لویو لویو ښارونو کې ټېلېفونونه او د انټرنېټ نظام بند دی. د برما سرکاري ټي وي اېم آر ټي وي په فیس بک باندې رپورټ ورکړی چې تکنیکي ستونزه رامنځ ته شوې.

.

Recommended

XS
SM
MD
LG