لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر اسماعیل ضمانت بیا رد شوی او نیول شوی


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا مېشتې غړې ګلالۍ اسماعیل د پلار لنډمهالی ضمانت د ترهګرۍ ضد عدالت رد کړی او وروسته پولیسو هغه نیولی دی.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنېسټي انټرنېشنل د عدالت له خوا د پروفیسر اسماعیل د ضمانت په ردولو خفګان څرګند کړی او د هغه د سمدستي او بې له شرطه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ایمنېستي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې د نهې- سه شنبې په ورځ پخپلو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي: "د اسماعیل کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې په هدفي توګه د څارنې، د ډارولو له شدیدو کړنلارو او ځورونو سره مخ ده".

د ترهګرۍ ضد عدالت د 2020م کال په اکتوبر کې د ګلالۍ اسماعیل د مور و پلار په ضد مقدمه درج کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې دوی په 2013م کال کې د پېښور پر آل سېنټ کلیسا او په 2015م کال کې د شیعه ګانو پر امام بارګاه د ترهګرۍ په بریدونو کې لاس درلود.

پروفیسر اسماعیل دغه تورونه په کلکه رد کړي وو. ګلالۍ اسماعیل پر ټویټر لیکلي "نن د ترهګرۍ ضد قانون په بنیاد د درج شوې مقدمې په اړه زما د مور و پلار د ضمانت د درخواست اورېدنه وه، چې زما د مور ضمانت منل شوی خو زما د پلار ضمانت رد شوی او نیول شوی دی".

د پروفیسر اسماعیل وکیل فض الهي وایي، تمه ده چې پولیس به د شورو- چارشنبې په ورځ د ده مؤکل مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړي او غوښتنه به وکړي چې هغه په ریمانډ ور وسپاري، خو وايي دی به هڅه کوي چې هغه جېل ته ولېږل شي او بیا یې د ضمانت درخواست جمع کړي.

د پروفیسر اسماعیل وکیل وایي پروفیسر اسماعیل او د هغې مېرمنې ته په وروستیو کې کورونا وایرس ور پورې شوی وو او کله چې د هغوی ټیسټ منفي راغی نو عدالت هغوی ور بللي وو. ایمنېسټي انټرنېشنل د هغه د ناروغۍ له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده:

"پروفیسر اسماعیل په وروستیو کې په کورونا وایرس اخته شوی چې- د کورنۍ په وینا- د ده صحت یې کمزوری کړی دی. له ګڼې ګوڼې ډک جېل ته د هغه لېږل چې روغتیایي اسانتیاوو ته سمه اسانتیا هم پکې نه شته د هغه د صحت د حقونو سرغړونه ده".

د یادونې وړ ده چې پر ګلالۍ اسماعیل او د هغې د مور و پلار په ضد په 2018م کال کې د پېښور په ترهګرۍ ضد تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې پکې پر دوی له ترهګرو سره د مالي مرستې تور لګېدلی وو، خو بیا د 2020م کال په جولای کې عدالت د ثبوتونو د نشتوالي له کبله دوی بري کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG