واشنګټن ــــ د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې په وروستیو کې د پاکستان د "قومي شاعر" علامه محمد اقبال یوه لویه مجسمه لګول شوې چې پر سوشل مېډیا د خلکو تر اعتراضونو وروسته د پنجاب حکومت امر کړی چې دا مجسمه دې لرې کړل شي.
د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو د علامه اقبال په نامه یو هېشټېګ چلېږي چې پکې اکثرو کسانو اعتراض کړی او وایي په پارک کې چې کومه مجسمه لګېدلې هغه د علامه اقبال څېرې ته هیڅ ورته نه ده.
د پنجاب د پارکونو او باغوانۍ د ادارې پي ایچ اې ویانده نادیه طفېل وي او اې ته وویل، چې دا مجسمه د ګلشن اقبال پارک مالیانو (باغوانانو) پخپله مرسته پخپلو لاسونو جوړه کړې ده او کوم سرکاري خرڅ ورباندې نه دی شوی.
د ګلشن اقبال پارک مالیان وایي دوی له علامه اقبال سره د مینې او عقیدت په بنیاد په خپله خوښه دغه مجسمه جوړه کړې، خو وایي د دوی د ستاینې پر ځای یې خلکو او حکومت غندنه وکړه. یو باغوان چې د دې مجسمې په جوړولو کې شریک وو وایي:
"څوک وایي د علامه صاحب برېتونه سم نه دي، څوک وایي پوزه او څوک وایي سترګې یې سمې نه دي، موږ نو کله تکنیکي خلک وو، موږ خو په لاره او کرنډۍ د کار کولو خلک یو، د علامه صاحب په مینه کې مو دا مجسمه جوړه کړه او تاسې ته مو در وسپارله".
د پنجاب چارواکو د وزیراعلی تر امر وروسته د پارکونو او باغوانۍ د ادارې پي ایچ اې دوه چارواکي د علامه اقبال د دغې مجسمې د لګولو په تور له خپلې دندې ګوښه کړي دي او د دوی دا کار یې غفلت بللی دی.
د لاهور ګلشن اقبال پارک هم علامه اقبال ته منسوب دی چې د همده په نامه د ښار په علامه اقبال ټاون کې دی او هره ورځ زرګونه خلک د سیل او تفریح لپاره ورځي.
د پنجاب د پارکونو او باغوانۍ د ادارې پي ایچ اې ویانده نادیه طفېل وایي، د ښار په نورو پارکونو کې د ملک د باني محمد علي جناح او د علامه اقبال عکسونه وو، خو په دې پارک کې نه وو ځکه یې دا مجسمه جوړه کړه.
نادیه طفېل وایي اوس به یو ځل بیا له تکړه مجسمه جوړوونکو سره خبره کوي او د هغوی په مرسته به د علامه اقبال سمه مجسمه په همدې پارک کې لګوي.