لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د"غزنوي" په نوم د اټومي توغندي بله بریالۍ ازموئنه یې وکړه


دپاکستان پوځ وایي د شورو په ورځ یې د زمکمې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي غزنوي بریالۍ ازموئنه کړې ده چې دا توغندی ۲۹۰کلومیټره پورې دخپل هدف په نخښه کولو توان لري.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي غزنوي توغندی د اتومي وسلې د وړلو توان لري اؤ په زمکه خپل هدف په اسانه په نخښه کولی شي.

دپاکستان صدر عارف علوي ، وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه د غزنوي توغندي په دې بریالۍ ازموئنه سائنسدانانو اؤ انجنئیرانو ته مبارکي ویلې ده اؤ دهیواد ددفاع په لړ کې یې دا یو مهم پرمختګ بللی دی.

دپوځ بیان کې ویل‌ شوي چې د توغندي د ازموئنې ننداره د پوځ د اسټراتیژیکي څانګې مشر لیفټننټ جنرل علي محمد خان کړې اؤ هغه په دغه مهال د توغندي د توغولو اؤ په نخښه دلګیدو د توان ستائنه کړې ده.

پوځ وایي د غزنوي توغندي له ازموئنې سره سم د پوځ دستراتیژیکي ځواکونو په میدان کلیز روزنیز تمرینونه هم پائ ته رسول شوي دي.

تر دې وړاندې تیرکال هم په دې میاشت یعنې فرورۍ کې هم پاکستان د رعد۲ په نوم دیو بل کروز توغندي ازموئنه کړې وه اؤ پوځ ویلي وؤ چې دا توغندی د۶۰۰ؤ کلو میټرو په واټن په زمکه اؤ سمندر کې خپل هدف په اسانۍ سره ویشتلی شي.

تر هغې وړاندې اګست کال ۲۰۱۹م کې چې کله دپاکستان اؤ هند اړېکې دیو بل سره زیاتې کړکیچنې شوې وې نو هم پاکستان د غزنوي اټومي توغندي ازموئنه کړې وه.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

په مارچ کال ۲۰۱۹م کې هند ویلي وؤ چې خپلو هوایي یا خلایي اثاثو ته دپېښو ګواښونو مخنيوي لپاره يې دديو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې ده خو ورسره جوخت یې داسپیناوی هم کړی ؤ چې هند په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

پاکستان دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، اؤ د غزنوي توغندي دنوې تجربې څخه یواې یوه ورځ دمخه ددې هیواد وزیراعظم عمران خان ولس سره په ټیلي فوني تماس کې ویلي وؤ چې په هیواد اوښتې قرضې اؤ په هغې ورکړل کیدونکي سودونه ددې لامل شوي چې پاکستان ته دخپلو پیداواري ادارو په پښو ودرولو کې مشکلات دي.

پاکستان اؤ هند د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند کال ۲۰۱۸م کې خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG