لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د میانمار پوځي کودتا هیڅکله د منلو نه ده او باید ناکامه شي


واشنګټن ــــ د جنوب ختیځې اېشیا په میانمار یا برما هېواد کې د پوځي کودتا په ضد تر نړیوال غبرګون وروسته د ملګرو ملتونو عمومي مشر یو ځل بیا دغه کودتا په کلکه غندلې او ویلي یې دي ملګري ملتونه به د نړیوال متحدینو په مرسته پر میانمار فشار راوړي چې د پوځي کودتا ناکامي باوري کړي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه لایو خپرونه کې د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېرس وویل، په میانمار کې تر انتخاباتو وروسته کودتا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده:

"زه فکر کوم چې هلته انتخابات په عادي ډول وشول او د واک تر انتقال اوږده موده وروسته دا بېخي د منلو وړ نه ده چې د انتخاباتو نتایج او د خلکو اراده دې بدل کړل شي".

له بلې خوا نن په برما کې نن د دې هېواد د پوځي چارواکو په امر ټولنیزو رسنیو فېسبوک، وټسېپ او انسټاګرام ته وروسته له هغه لاسرسی بند کړل شوی چې عامو خلکو د کودتا په ضد د پراخو احتجاجونو خبرداری ورکړی وو.

د فېسبوک ویاند انډي سټون د میانمار له چارواکو غوښتنه کړې، ټولنیزو رسنیو ته دې د فعالیت اجازه ورکړي چې د میانمار اوسېدونکي له خپلو کورنیو او ملګرو سره په تماس کې شي او مهمو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د میانمار پوځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د هېواد واک په لاس کې واخیست او د دې هېواد مشره آنګ سان سوچي، صدر یو وین مینت او نور سېول چارواکي یې ونیول.

پوځ وروسته له هغه د میانمار واک په لاس کې واخیست چې د پوځ او واکمن ګوند نېشنل لیګ فار ډیموکرېسي تر منځ د نومبر د انتخاباتو پر سر تاوتریخوالی زیات شو او پوځ د دې ګوند د انتخاباتو له ګټلو انکار وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتوني ګوتېرس وویل، د نېشنل لیګ آف ډیموکرېسي مشره آنګ سان سوچي د خپل هېواد پوځ ته هغه مهال ډېره نیژدې وه چې هغوی د روهنګیا مسلمانانو په ضد عملیات وکړل او میلینونه خلک یې اړ کړل چې بنګله دېش ته کډه شي:

"زه هیله من چې په میانمار کې به جمهوریت بیرته وده کوي، خو د دې لپاره ټول بندیان باید خوشي کړل شي، آیین باید بیرته پر ځای کړل شي او زه هیله من یم چې نړیواله ټولنه به پر دې موضوع سره یو کېږي".

د میانمار پوځي چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ پر مېرمن آنګ سان سوچي تور ولګاوه چې هغې په غیرقانوني توګه میانمار ته شپږ نارجسټر شوي واکي ټاکي راوړي او کارول یې چې د هغې له کوره موندل شوي دي.

د میانمار نېشنل لیګ آف ډیموکرېسي پر فېسبوک ویلي چې ټاکل شوې مېرمن سوچي به د جنورۍ تر پینځلسمې په بند کې وي. وایي چارواکو د دې هېواد په بېلابېلو ځایونو کې د ګوند پر دفترونو هم چاپې وهلې دي.

امریکې په میانمار کې د پوځي کودتا تر غندنې وروسته پر مېرمن آنګ سان سوچي د وروستیو تورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د دې هېواد له پوځه یې غوښتنه کړې چې مېرمن سوچي او نور نیولي ملکي چارواکي،‌ سیاسي مشران، خبریالان او د بشري حقونو فعالان سمدستي خوشي کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG