لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو تنظیم د عمران خان د بیان هرکلی کړی چې وایي نور د خلکو بې درکه کېدل نه غواړي


واشنګټن ـــ د ورکو بلوڅانو لپاره د کار کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وايي د لا درکو کسانو د کورنيو لپاره د پاکستان د وزير اعظم عمران خان اوسنی بيان د خوښۍ وړ دی.

نصرالله بلوڅ وي او اې ډیوه ته وويل، د وزير اعظم اوسنی بيان حوصله لوړوونکی دی:

"يقيني خبره ده چې په ملک کې د يو ښهري ايیني حق خوندي ساتل د حکومت ذمه واري ده او په خاصه خو دا د رياست ذمه واري ده چې د لا درکه کسانو درک ولګوي او چې هر چېرې وي هغه دې راوړي".

د ډان ورځپانې رپورټ وايي د نهې- سه شنبې په ورځ عمران خان ويلي، "نه غواړي د دوی په حکومت کې دې يو تن هم په جبري توګه ورک يا بې درکه وي".

د عمران خان بيان له هغه وروسته راغلی چې د اسلام اباد هايکورټ جج اطهر من الله د لا درکه کسانو په اړه اورېدنه کې ويلي وو چې کومه ټولنه تر آیين لاندې ژوند کوي په هغه ټولنه کې په زوره د یو چا لا درکه کول يو ډېړ لوی او ناقابل برداشت جرم دی.

جج ويلي"ولې داسې ونه شي چې د پاکستان وزير اعظم او د کابینې غړي ذمه واره وګرځول شي،‌ حکومت او ذمه واران د يو ورک تن درک ونه لګوي او يا عدالت ته کوم د اطمينان وړ ځواب ور نه کړي".

ورځپاڼې ليکلي چې عمران خان د خپلې کابينې له غړو سره په ناسته کې د عدالت د جج دا خبرې تايید کړې او ويلي يې دي چې د يو تن هم د لادرکه کېدو ذمه واره حکومت دی.

که له يوې خوا د عمران خان دې بيان ته د لادرکه بلوڅانو کورنۍ خوشحاله دي خو بلې خوا ته دوی دا باور لري چې د ملک استخباراتي او امنيتي ادارې د لادرکه کسانو د موندلو يا خلاصولو ژمنه ونه کړي تر هغه به د لادرکه کسانو موندل ګران وي.

نصرالله بلوڅ وايي له ډيره وخته په ملک کې په زوره خلک ورکېږي، د دې کسانو کېسونه د ملک په لوړو عدالتونو کې هم چلېدلي دي، د پاکستان د سپريم کورټ چېف جسټس دوه عبوري فيصلې ورکړې وې په کومو کې له شواهدو دا ښکاره څرګنده وه چې د خلکو پ پورته کولو کې ملکي ادارې ښکېلې دي، ځکه خو موږ غواړو دا مسئله دې ژر حل شي:

"پر کومو خلکو که کوم الزام دی هغه دې عدالت ته وړاندې کړل شي، رياستي ادارې دې خپله رويه او چلند بدل کړي، د وزير اعظم او هايکورټ بيان يو حوصله ورکونکی بيان دی، کوم ته چې دلته او په نوره نړۍ کې هم خلک په ښه نظر ګوري، رياستي ادارو ته پکار ده ژر تر ژره عمل پر وکړي".

ياده دې وي چې د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارو په بلوچستان او د ملک په نورو سيمو کې په ناقانونه توګه د خلکو د لا درکه کولو ور پورې تورونه زياتره وخت رد کړي دي.

د بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان لياقت شاهواني هم د وزير اعظم عمران خان دغه بيان ښه عمل بللی او وایي، له دې سره به د لادرکه کسانو د را خوشي کېدو لړۍ نوره هم ګړندۍ شي. لیاقت شاهوانی وایي:

"د اوسني حکومت په وخت کې تر 400 زيات لادرکه کسان خپلو کورنو ته ستانه شوي دي".

د وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وایي، دوی مرکزي حکومت ته د 5228 کسانو او د بلوچستان حکومت ته د 590 لا درکه کسانو نوملړ ورکړی وو، وایي په دې کې تر اوسه 315 لادرکه خلک را خلاص شوي دي.

د نصرالله په خبره دوی چې حکومت ته د لا درکه کسانو کوم فهرست ورکړی په هغه کې شپږ تنه پښتانه هم دي، چې لا درکه دي، هغه وويل دغه لادرکه پښتانه د کوټې، پښين او نورو پښتني سيمو دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG