لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم: په 26م مارچ به اسلام اباد ته لاريون کوي


د حکومت مخالفه ګوندونو په اتحاد جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ/پي ډي اېم) ويلي په 26م مارچ به اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.

پي ډي اېم دا هم ويلي چې د برني اېوان سېنېټ په انتخاباتو کې به مخالفه ګوندونه په ګډه برخه اخلي.

په پي ډي اېم کې د شاملو ګوندونو مشرانو پرون د زيارت/پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې غونډه کړې او د غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو سره په خبرو کې وويل،

په غونډه کې د مسلم ليګ ن مشر نوازشریف او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د ويډیو د لارې ګډون وکړو، او په غونډه کې په 26م مارچ اسلام اباد ته د لاريون او د سېنېټ په انتخاباتو کې په ګډه د برخې اخستو پرېکړه وشوه.

مولانا فضل الرحمان وويل حکومت چې د سېنېټ د انتخاباتو په اړه کومه ترميمي قانوني مسوده وړاندې کوي پي ډي اېم يې ردوي.

د تحریک انصاف حکومت په قامي اسمبلۍ کې د 26م اييني بدلون مسوده وړاندې کړې چې پکې ویل شوي چې د سېنېټ د انتخاباتو طریقه دې بدله شي او د انتخاباتو په ښکاره کولو يې ویلي دي چې رايې دې په ښکاره ورکړی شي.

خو پي ډي اېم وايي د حکومت په خپلو غړو باور نشته ځکه په ښکاره د انتخاباتو خبره کوي.

د پي ډي اېم د مشرانو د خبريالانو سره د خبرو په مهال چې کله د هغوی نه پوښتنه وشوه چې تاسو د عدم او د اسمبليانو څخه د استعفاګانو خبره کوله؟ مولانا فضل الرحمان وويل د سېنېټ د انتخاباتو وروسته به په دغې اړه مشوره او پرېکړه کولی شي.

مولانا د حکومت لخوا د براډشيټ دپاره جوړ کمېشن ردولو وويل او زياته يې کړه پي ډي اېم به د سرکاري نوکرانو په احتجاجونو کې پوره برخه اخلي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير شبلي فراز د پي ډي اېم غونډې او د سېنېټ په انتخاباتو کې په ګډه برخې اخستو ته په غبرګون کې ویلي،

په يو بل يې د بډو رشوتونو مقدمې جوړولې او په سړکونو يې د يو بل د راکښلو اعلانونه کول او اوس په شريکه د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخلي.

هغه په ټویټر ویلي چې ثابته شوه چې د لوټ مار او واک دپاره دوی ټول يو دي.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG