لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز:په پوسته دطالبانو برید کې ۱۶ دولت پلوه سرتېري وژل شوي


دافغانستان رسنۍ وایي دطالبانو لخوا دا برید دپنجشنبې اؤ جمعې په منځ شپه کې د فغانستان شمال ختیز ته دکندور ولایت خان اباد ولسوالۍ په اختر تپه سیمه کې په یوه امنیتي پوسته شوی چې ۱۶ حکومت پلوه سرتيري پکې وژ شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دکندوز وپولیسو ویاند انعام الدین رحماني رسنیو ته ویلي چې برید کې وژل شوي کسان ولسي پاڅونوال دي.

دکندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف دې پېښه کې د دشپاړسو کسانو وژنه تاید کړې ده اؤ رسنیو ته یې ویلي چې وژل شوي ټول حکومت پلوه سرتیري دي.

طالبانو ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې په یاد برید کې یې دحکیم اقتاس اؤ قاضي په نومونو د دوؤ قوماندانانو په ګډون ۱۷ پولیس وژلي .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر لیکلي چې چې دوه عسکر د هغوئ وسله والو ژوندي هم نیولي دي.

دافغانستان دولتي چارواکو یا ددفاع وزارت لا ددې برید په هکله څه نه دي ویلي.

دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ په دې وروستیو کې په قطر کې دسولې روانې بین الافغان خبرې ټکنۍ شوي اؤ دامریکې نوې انتظامیې هم ویلي چې هغوئ تیرکال دفرورۍ میاشت کې طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا کتنه کوي.

دسولې دبین الافغاني خبرو جریان کې هم افغانستان کې دجنګونو اؤ بریدونو لړۍ نه وه تم شوې اؤ دوه ورځې وړاندې دطالبانو ویاند وویل چې که د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ شوي دسولې تړون څخه کوم اړخ سرغړونه وکړه نو راتلونکې کې به دیوې سترې جګړې بار هم د هغوئ په غاړه وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG