لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني سره دامریکې ددفاع د وزیر ټيلي فوني تماس،دسولې اؤ اوربند دملاتړ باور یې ورکړی


دامریکې ددفاع وزیر لاییډ جی آسټن دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته باور ورکړی چې د هيواد نوی حکومت يې د سولې دهغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دامریکې ددفاع نوي وزیر لاییډ جی آسټن تیرماښام ولسمشر اشرف غني سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ په دغه ټيلي فوني خبرو کې دواړو لوريو دامریکې اؤ افغانستان ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو فعالیتونو و په اړه بحث کړی دی.

دامریکا ددفاع وزیر دا تماس په داسې وخت کې د ولسمشر اشرف غني سره نیولی چې دوحه کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دسولې بین الافغاني خبرې ټکنۍ شوي اؤ په افغانستان کې د تشدد ،بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ لا پسې پیاوړې شوې ده.

دصدارتي ماڼۍ په بیان کې راغلي چې تليفوني تماس کې دواړو لوريو د تاوتريخوالي او هدفي ترورونو په زياتوالي اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.

امریکا کې دجوبائیډن په مشرۍ دنوي حکومت جوړیدو سره سم امریکایي چارواکو ویلي امریکا به تیرکال دفرورۍ میاشت کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ شوي د سولې تړون ته بیاکتنه کوي.

امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبانو د خپلو ژمنو اؤ دسولې دتړون له مخې تر اوسه دالقاعده وسله والې ډلې څخه ځان نه دی بیل کړی اؤ‌ نه یې هم دتشدد کچه راکمه کړې ده.

خو طالبان وایي چې افغانستان کې اوس القاعده وجود نه لري اؤ د دوئ وسله وال یوازې دځان ددفاع په جګړه بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG