لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورونا له کبله د پاکستان مجموعي بجټ خسارہ 3376 اربه روپیو ته رسېدلې


اسلام اباد ــــ د پاکستان مالي خسارہ د روان مالي کال په وړو‎مبو شپږ‎و میاشتو کې 1137 اربه روپو ته رسېدلې ده چې دا د ملک د مجموعي آمدن یا جي ډي پي دوه نیم فیصده جوړېږي. تېر کال دا خسارہ 994 اربه روپۍ یا د جي ډي پي 203 فیصده وه.

په دې شپږ‎و میاشتو کې د قرضو په واپسۍ او دفاع باندې زیاتې پیسې خرڅې کړل شوی او د پرمختیایي کارونو بجټ را کم کړی شو.

د سرکاري شمېرو تر مخه د ټیکس یا مالیې له آمدنه علاوہ پاکستان ته د لوی حکومتي بېنک سټیټ بېنک آف پاکستان نه 372 اربه روپۍ او د پېټرولو د ټیکسونو نه ورته 275 اربه روپۍ آمدن تر لاسه شو چې له وجې یې دا خسارہ نورہ زیاته نه شوہ.

خو د قرضو د واپسۍ او دفاع په مدونو کې زیاتې پیسې مصرف کړی شوې او د پرمختیایي کارونو بجټ را کم کړی شو.

په وفاقي کچه په پرمختیایي کارونو باندې 175 اربه روپۍ ولګېدې.

د مطبوعاتي رپوټونو تر مخه د کورونا وبا له وجې مجموعي بجټ خسارہ 3376 اربه روپو یا د جي ډي پي اته اعشاریه یو فیصد ته رسېدلې دہ او د پاکستان تحریک انصاف حکومت ته به دا ممکنه نه وي چې خپله بجټ خسارہ د دوی له خوا ایښودل شوې اووہ فیصده وساتل شي.

د خزانې وزارت شمېرې ښیي چې د روان مالي کال په وړو‎مبو شپږ‎و میاشتو کې د ھېواد مجموعي آمدن 3351 اربه روپۍ وو چې پکې د محصولاتو وفاقي ادارې ایف بي آر آمدن 2210 اربه روپۍ او د صوبایي ټیکسونو برخه 245 اربه روپۍ وہ او حکومت د خپلو خرچو پورہ کولو دپارہ 454 اربه روپۍ بهرنۍ او 683 اربه روپۍ اندروني قرضې واخیستې.

څېړ‎ونکي وایي تر کومه پورې حکومت د ټیکسونو جال پراخ کړی نه وي او خپل برامدات یې سېوا کړي نه وي تر ھغه پورې د پاکستان مالي خسارہ کمېدی نه شي.

وي او اې ډیوہ سرہ په خبرو کې څېړ‎ونکي ذیشان حیدر ویلي، چې په پاکستان کې ھر یو حکومت دفاع او قرضو ته پیسې ږدي او چې کله یې خرچې زیاتې شي نو د پرمختیایي کارونو بجټ را کم کړي.

ذیشان حیدر وایي په روایتي توګه د مالیاتي خسارې ذمہ وار بهرنۍ قرضې او دفاعي خرچې دي چې له وجې یې د پرمختیا کارونه د دې ښکار شي.

ذیشان حیدر وایي کورونا وبا ھم د دې یوہ غټه وجه دہ خو بله لویه وجه یې په نړ‎یواله منډۍ کې د تېلو بیعې جګېدل دي او ھمدغه وجه دہ چې په تېرو دوو میاشتو کې حکومت پینځه واره د تیلو بیعې سېوا کړ‎ې.

دہ وویل چې یو پلو ته حکومت وايي اقتصاد یې دوبارہ په پښو ودرولو او برامدات یې ھم سیوا کړ‎ل خو حقیقت کې داسې نه دہ او بجټ خسارې سرہ سرہ تجارتي خسارہ هم سېوا شوې ده. ذیشان وایي په برامداتو کې اووہ فیصده زیاتوالی راغلی خو دې سرہ سرہ درامدات ھم سېوا کېدل شروع شوي او مالیاتي خسارہ ورو ورو په زیاتېدو ده.

خو حکومتي چارواکي وایي بهرنۍ تجارتي خسارہ یې سل فیصده راکمه کړ‎ې ده او مالیاتي خسارہ ورته د تېرو حکومتونو نه په میراث کې پاتې وہ او دوی ھڅه کوي چې دا ھم راکمه کړي.

XS
SM
MD
LG