لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د پي ټي ایم تر نننۍ جلسې مخکې پولیسو د دې تحریک ځینې مشران نیولي


پېښور ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم مشران وايي د اتوار په ورځ د ارمان لوڼي د تلين په مناسبت او د پي ټي ايم ګرفتار شويو غړو د راخلاسېدو د پاره جلسه کوي، خو وایي تر جلسې مخکې یې ځینې مشران پولیسو نیولي‌ دي.

دغه جلسه چې د پېښور سپېرير ساینس کالج د لوبو په میدان کې د پي ټي ايم له خوا کېدونکې وه، د ضلعي انتظاميې له خوا د اجازې نه میلاوېدو له امله به اوس د ښار په رنګ روډ کېږي.

بل خوا د پېښور يکه توت تاڼې پوليس وايي د پي ټي ايم په اوو غړو يې د دفعه 144 خلاف ورزۍ کولو او په يو تن د بې لائسنسه وسلې ساتلو مقدمې درج کېدو وروسته ګرفتار کړي دي.

خو د پښتون تحفظ موومنټ غړي وايي د رياستي ادارو له خوا داسې ډول ګامونه پورته کول دوی د خپلې مبارزې نه نه شي اړولای او ضرور به يې جاري ساتي.

د پېښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل چې د پېښور انتظاميې دوی ته د سپېرير ساینس کالج په میدان کې د جلسې کولو اجازه ور نه کړه.

نوموړی وايي چې د جلسې د تيارۍ په موقع پوليسو د دوی پرامنه ملګري د دغې ځای نه ګرفتار کړل چې په ضد به یې دوی په جلسه کې د نورو غوښتنو ترڅنګ آواز پورته کوي:

"په اخره کې انتظاميې مونږ ته په بل مېدان کې د جلسې کولو اجازت راکړ او موټروې سره په شمالي بای پاس چې کوم میدان دی نو مونږ ته وويل شول چې دلته جلسه وکړئ، دا جلسه به د ارمان لوڼي د تلين په حواله سره، د پي ټي ايم د بندي ملګرو د راخوشي کېدو په حوالې سره او د پي ټي ايم د دريم یومِ تاسيس په اړه د خپل قام سره د خبرو په اړه به وي".

د پېښور د يکه توت پوليس سټېشن اېس ايچ او وي او اې ډيوه ته وويل چې د پي ټي ايم غړي يې د دفعه 144 خلاف ورزي کولو او بې لایسنسه تمانچې راوړلو په تور نیولي دي:

"دا خو مونږ اته کسان ګرفتار کړي دي او دغه يو تن سره پکې تمانچه هم وه او کوم چې دفعه 144 لګېدلې نو د هغې خلاف ورزي یې کړې نو په هغې کې مو ګرفتار کړي او عدالت ته به يې پېش کوو".

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وويل چې دا ړومبی ځل نه شو چې دوی د خپل اييني او سياسي حق نه منع کړل شو.

محسن داوړ وايي د دوی د ملګرو تر نيول کېدو باوجود به دوی د خپلو حقونو دپاره مبارزه جاري ساتي:

"چې هره جلسه مونږه کوو دوی پکې د خنډ اچولو کوشش ضرور کوي، خو زمونږ په جلسو یې څه اثر نه دی پرېوتی، که د کراچۍ جلسه وي او که د بل ځای خو دوی پکې ضرور څه قصه کوي، زمونږه خپله مبارزه روانه ده او دغه شان قصې مونږ د خپل سياسي عمل نه نه شي منع کولای".

څرګنده دې وي د پي ډي ايم په غوښتنو کې د پخوانۍ فاټا نه د ځمکنیو بمونو لرې کول، د بې درکه کسانو ازادي او هغوی عدالت ته وړاندې کول، د اېکشن اين اېډ آف سېول پاور قانون ختمول، د ماورای عدالت قتلونو او هدفي وژنو مخه نيول شامل دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG