لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګون: امریکايي ځواکونه په شام کې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره دي، نه چې تېل وساتي


د امریکې د دفاع وزارت ویلي، په شام کې د امریکايي ځواکونو د جګړې توجه د داعش په پاتې شوې ډله ده، نه چې د تیلو ذخیرې يا ساحې وساتي. څنګه چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ امر کړی وو.

د پېنټاګون وياند جان کربي ویلي، څنګه چې تير کال يو امریکايي شرکت په شمالي شام کې د کردانو سره لوظنامه کړې وه چې د تيلو د ذخيرو په ګټه پورته کولو کې به يې مرستې کوي، امریکايي پوځ په دې کې لاس نه لري.

د کربي په وېنا، په شام کې موجود 900 امريکايي سرتيري او کنټرېکټرز اجازه نه لري چې د تيلو په پرمختيا کارکوونکې کمپنۍ يا کارکوونکو ته يې مرستې ورکړي.

هغه ویلي امریکايي ځواکونه به د اجازې ترمخه په هغو علاقو کې عام خلک خوندي کوي، چرته چې د امریکا پوځ د تيلو د ذخيرو په علاقو کې د موجودګۍ څرګندونه کوي.

هغه ويلي، دا ډېره مهمه ده چې ياد وساتل شي چې په شام کې د امریکا مشن داعش ته ماتې ورکول يقيني کول دي.

دغه بدلون د امریکا نوي صدر جوبايډن کړی کوم چې د تيرې لسيزې راهسې د شام د کورنيو جګړو دپاره د ټرمپ په پاليسۍ کې شوی دی.

په شام کې د تیلو ذخيرې د ملک په شمالي برخه کې دي چرته چې د امریکا ملاتړي کرد ډېموکرېټک ځواک د تيلو څخه امدن ترلاسه کوي.

امریکا او اتحاديانو يې په کال 2019م کې په شام او عراق کې د داعش خلافت ختم کړی او ټرمپ د د شام څخه د زياتو سرتيرو ويستلو اعلان کړی ؤ خو ويلي يې وو د تيلو د ساتلو دپاره به يو څه ځواک پاتې شي.

امريکايي چارواکو هغه ويلي وو امریکايي پوځ به د دې دپاره شتون ولري چې د تيلو ذخيرې د تندلارو لاسو ته لاړې نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG