لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالله: طالبان له خبرو مخ اړوي. مېکنزي: طالبانو زیات تشدد ته دوام ورکړی


واشنګټن ـــ‌ د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو تنقیدی کړی چې وایي په قطر کې یې د سولې له خبرو مخ اړولی او وایي له تېرو درو اوونیو راهیسې د سولې له خبرو غیرحاضر دي.

ډاکټر عبدالله د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې پخپل دفتر کې د رسنیو د کمېشن د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، چې د خبرو مېز ته د طالبانو نه راتګ په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې اغېزمنې کړې دي.

طالبانو تر اوسه د ډاکټر عبدالله خبرو ته څه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د طالبانو د قطر دفتر دویم مشر شېرمحمد عباس ستانیکزي روس ته د سفر په وخت ویلي وو، چې که اشرف غني استعفی وکړي نو د سولې خبرو ته تیار دي.

ډاکټر عبدالله نن ویلي چې لنډمهالی حکومت د سولې د خبرو هدف نه دی، بلکې هدف دا دی چې د افغانستان خلکو ته دا موقع ورکړل شي چې د خپل راتلونکي په اړه د رایو په وسیله پرېکړه وکړي:

"له زړو تجربو نه ښکاري چې لنډمهالي حکومت دې په کوم هېواد کې څه نتیجه ورکړې وي، سوله د ټولو اړخونو ګډون غواړي، که پر لنډمهالي حکومت خبرې کېږي هم نو باید د خبرو پر مېز وشي".

ډاکټر عبدالله دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د افغان چارواکو په وینا د طالبانو له خوا تاوتریخوالی لا هم نه دی کم شوی او په وروستیو کې یې ګڼ شمېر افغان پوځیان په بېلابېلو بریدونو کې وژلي دي.

بل لور ته د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل کینیت میکنزي د منځني ختیځ‌ انسټیټوټ یوې آنلاین غونډې ته ویلي، د پاکستاني طالبانو د تحریک بیا فعالېدل د سیمې لپاره یو خطر دی او وایي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په حالاتو پورې اړه ولري.

جنرل میکنزي دا خبرې د ملګرو ملتونو د وروستي رپوت په تناظر کې کړې دي چې وایي ټي ټي پي بیا فعاله شوې، خو پاکستاني طالبانو د دې رپوټ په جواب کې ویلي، چې د دوی فعالیتونه یواځې تر پاکستان پورې محدود دي.

جنرل میکنزي پخپلو خبرو کې ویلي په افغانستان کې د تشدد کچه ډېره لوړه ده او وایي له طالبانو سره تړون ته په کتنه کې به په نیژدې راتلونکي کې دې ته یوه د حل لاره ولټوي:

"طالبانو خپل زیات تشدد ته دوام ورکړی او په ټول هېواد کې هدفي وژنې کوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، خو پر امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو یې تر ډېره له بریدونو ډډه کړې ده".

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو دویم پړاو د جنورۍ پر شپږمه پیل شوی وو، چې د ایجنډا پر موضوعاتو د بحث لپاره د دواړو اړخونو کاري ډلو تر خپل منځ یواځې درې ناستې کړې وې او له هغه وروسته دا خبرې درېدلې دي.

ډاکټر عبدالله د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو وایي کوم هېوادونو چې د سولې په خبرو کې برخه لري، هغوی باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته را ستانه شي.

په تېرو څه دپاسه درو اوونیو کې چې طالبانو په قطر کې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره خبرې نه دي کړې، د سیاسي دفتر مشران یې د سیمې په سفر بوخت دي چې په دې ترڅ کې تر اوسه ایران،‌ روس او ترکمنستان ته تللي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي، د دوی پلاوي دغو هېوادونو ته په سفرونو کې له اړوندو چارواکو سره د سولې پر خبرو ږغېدلي او د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې د تړون په عملي کېدو کې د هغوی ملاتړ تر لاسه کول غواړي.

خو امریکا بیا تور لګوي چې طالبانو له دوی سره کړی تړون په بشپړه توګه نه دی عملي کړی او اوس هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري، ځکه نو د صدر بایډن اداره غواړي دې ته تړون ته له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG