لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له چینه د برېښنایي پروژو دپاره د اخیستو پورونو د معافولو هڅې کوي


اسلام اباد ــــ پاکستان د چین څخه له تېرو اتو کلو راهیسې د برېښنا د پروژو د پاره د اخیستو پورونو د معافولو د پاره هلې ځلې روانې کړې دي.

د بلومبرګ ورځپاڼې د یوه راپور تر مخه د پاکستان او چین تر منځ شاوخوا یو درځن د برېښنا د پروژو د پاره د اخیستل شوو قرضو د ادایګۍ دپاره د شرطونو پر نرمولو خبرې شوې، خو د اسلام آباد له اړخه په دې اړه څه باقاعده خواست نه دی شوی.

اقتصادپوه او مشر جرنلسټ مهتاب حیدر وایي پاکستان غواړي د راتلونکي مالي کال څخه په واپس کوونکو پورونو کې تر دوو یا درو کلونو پورې اسانتیاوې ورکړل شي ولې چې د پاک چین اقتصادي راهدارۍ وروسته پر پاکستان د چین په پورونو کې په توندۍ سره زیاتوالی روان دی او د کرونا له سببه د هیواد اقتصاد هم ډېر اغېزمن شوی دی.

په پاکستان کې د بجلیګرو جوړولو مقصد د بجلۍ په بحران کې کمی راوستل وو خو اوس په هیواد کې د دغه بحران د پاره دومره پورونه اخیستل شوي دي چې نه یې شي زغملای.

د پاک چین اقتصادي راهدارۍ لاندې د پاکستان او چین تر منځ د ۶۲ بلیونو ډالرو پروژې لاسلیک شوې چې پکې سړکونه، د رېل ګاډو لېنونه، د برېښنا پروژو او اقتصادي زونو په شمول یو شمېر پروژې شاملې دي او د راتلونکي مالي کال څخه به د دغو پورونو د واپس ورکولو عمل شروع شي.

د چین له اړخه نورو هیوادونو لکه سریلنکا او ملایشیا ته د مختلفو پروژو د پاره د ورکړل شوو قرضو له سببه دغه هیوادونه د ستونزو سره مخ دي.

د څه ناقیدینو وینا ده چې چین نور هیوادونه د پورونو په ځاله کې ښکېلول غواړي. امریکا هم نیوکې کوي چې د چین د ون بیلټ ون روډ د ګام څخه پر هیوادونو پورونه زیاتېدای شي،‌ خو چین دغه نیوکې ردوي.

د پاکستانې چارواکو هم وینا ده چې په هیواد کې د توانایي د پروژو څخه په لوی مقدار او په کم قیمت بجلۍ تر لاسه کیږي او په راتلونکو وختونو کې د بجلۍ دغه قیمت نور هم کمېدای شي. د پاکستان حکومت د سيپېک دغه سرمایه کاري د هیواد د اقتصاد او سوداګرۍ د پاره هم لوی سبب ګڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG