لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو د ورانو سکولونو استادان او زده کوونکي وایي له کړاوونو سره مخ دي


پېښور ــــ په قبايلي ضلعو کې د ترهګرو له خوا په سلګونو سکولونه په بارودي موادو الوځول شوي چې په هغو کې ځینې سکولونه جوړ شوي او په ځینو باندې د بيارغونې کار روان دی خو په موجوده ورانو سکولونو کې استاذان او زده کوونکي وايي د کړاوونو سره مخ دي.

د مومندو سرو کلي مډل سکول کې نزدې اته کاله وړاندې دوه بمي چاودنې شوې وې، چې د سکول ودانۍ ډېره برخه راغورځيدلې وه او زده کوونکي یې يو بل پرایمري سکول ته منقتل شوي وو چې اوس هم په يوه ورانه وادنۍ کې زدکړې کوي.

د سکول استاذان وايي په دې ودانۍ يوه کمره ده او يوه برانډه چې زده کوونکي پکې کلاسونه اخلي، دوی وایي اته کاله وړاندې ورسره د زده کوونکو شمېر تر 100 پورې وو خو اوس فقظ 40 زده کوونکي ورسره داخل دي. د سکول يو استاذ حکيم خان وايي:

"چې سکول وران شو ماشومان به په ډاګه ناست وو، د سیوري هيڅ انتظام نه لرلو له کبله اوس دې سکول ته راغلي خو دلته هم بنيادي اسانتياوي نه دي برابرې کړل شوې".

د سکول زده کوونکي وايي په سکول کې يې کړکۍ، چارديواري، بجلۍ او د څښلو د اوبو انتظام نه شته. د اووم جماعت یو زده کوونکی کامران خان وايي:

"دې سکول کې يې کړکۍ نه شته، په ژمي کې پکې يخني او په اوړي پکې ګرمي وي، بجلي او د څښلو اوبو انتظام هم پکې نه شته".

په سکول د بيا ودانۍ کار يوه مياشت وړاندې پېل شوی، دلته کارکوونکي وايي دې سکول کې به ټولې اسانتاوې موجودې وي او د کار مکمل کېدو وروسته به زده کوونکي کولای شي دلته کلاسونو د پاره راشي.

ځايي خلک وايي په نیزدې علاقه کې دا يواځینی سرکاري مډل سکول وو خو د ورانېدو وروسته زياتره زده کوونکي يې د تعليم نه بې برخې پاتې شو يا د لرې علاقو سکولونو ته زدکړو ته لاړل. يو ځايي اوسېدونکې تاج رحمان وايي:

"چې کله سکول وران شو ډېرو ماشومانو سبق پرېښود، هغوی اوس دياړي يا ګاډو سره کلېنډري هم کوي".

د مومندو د تعليم محکمې چارواکي وايي په مومندو کې د 120 نه زيات سکولونه په بمي چاودنو کې په مکمله يا په جزوي توګه زيانمن شوي وو خو په دې کې 85 بيا جوړ شوي او په نورو يې کار پېل کړی چې پکې 27 د امريکایي مرستندويه ادارې يو ايس اېډ له خوا جوړيږي. د مومندو د تعليم محکمې مشر نور حسن وايي:

"پاتې سکولونه به زر جوړشي، په اوويشت سکولونو کې لس د جينکو او اوولس د هلکانو سکولونه د امريکه مرستندويې ادارې يو اېس اېډ په مرسته جوړيږي".

د مومندو تر څنګ د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت وسلوالو سکولونه په بارودي موادو الوځولي چې د اکثرو د ورانېدو ذمه واري به طالبانو په غاړه اخیسته.

د پخوانۍ فاټا د تعليم محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د وسلوالو له خوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانو سکولونو شمېر 1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار روان دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG