لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: فعاله ليجن الهذلول نزدې د درې کاله بند وروسته خوشې شوې


په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو فعاله لیجن الهذلول نزدې د درېو کلونو د بند وروسته خوشې شوې ده، د الهذلول کورنۍ د هغې د خوشي کېدو ويلي دي.

فعالې 31 کلنې الهذلول چې د ښځو دپاره په قانون کې د اصلاحاتو غږ پورته کړی په هغې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې او په کال 2018م کې نيول شوې او د شپږ کاله بند سزا ته ورته اورول شوې وه.

ملګرو ملتونو دې سزا ته بې رحمه ویلي وو.

د الهذلول خور لينا الهذلول د شورو/ چارشنبې په ورځ (لسمه فرورۍ) په ټویټر ويلي خور يې کور ته راغلې ده.

ملګرو ملتونو د الهذلول د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.

امریکا هم د دغه پرېکړې هرکلی کړی او د امریکا د ملي امنيت مشاور جېک سوليوېن هم په ټویټر د الهذلول په خوشي کېدو د خوښۍ څرګندونه کړې ده.

د سعودي عرب د چارواکو په سمدستي ډول په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

الهذلول غږ پورته کړی وو چې د سړو د سرپرست په قانون کې دې اصلاحات وشي او دوی ته دې د ګاډي چلولو حق ورکړی شي. په سعودي عرب کې ښځې اوس ګاډی چلولی شي.

سعودي عرب په کال 2019م کې د سرپرست په قانون کې اساني راوستې او اوس ښځې کولی شي چې پاسپورټ ترلاسه کړي او سفر وکړي.

الهذلول چې په کال 2018م کې د ښځو د حقونو دپاره د نورو مبارزينو سره نيول شوې د جېل څخه يې هم د بشري حقونو وکالت کولو.

د بشري حقونو ډلو او د هغې کورنۍ ویلي وو چې الهذلول په جېل کې د نه خوړو احتجاج کړی او فعالو تور لګولی وو چې د پلټنو په وخت په هغې تشدد او جنسي تيری شوی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG