لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی


د پېښور په په بډه بېره سيمه کې يو احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی دی، پوليس وايي په احمدي ډاکټر ډزې کوونکی تن يې نيولی دی.

د احمدي ډلې وياند سليم الدين ويلي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (11فرورۍ) په بازيد خېلو کې هوميوپېتک ډاکټر عبدالقادر باندې په مېډېکل سنټر کې کم عمره تن ډزې کړي دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د پېښور پوليسو ويلي، په ډاکټر ډ‌زې کوونکی تن يې نيولی احسان الله نوميږي او نور جزيات يې نه دي شريک کړي.

د احمدي ډلې د خبر پاڼې ترمخه د وژل شوي ډاکټر د چا سره دښمني نه وه خو دا چې احمدي وو ځکه د ګواښونو سره مخ وو او څو مياشتې مخکې يې خپله کورنۍ د پېښور نه لرې خوندي ځای ته منتقل کړې وه.

د احمدي ډلې ویاند ويلي د تيرو څو مياشتو راهسې په احمديانو وژونکي بريدونه کيږي.

له دې وړاندې په 20م نومبر 2020 کې د پنجاب په ننکانه سيمه کې یو بل احمدي ډاکټر طاهر احمد هم وژل شوی وو.

د تيرکال د اکتوبر د مياشتې په پينځمه پروفېسر نعيم الدین خټک وژل شوی وو، احمدي ډلې ويلي وو خټک يې د ډلې غړی وو.

د جولاي په 29 مم د پېښور په يو ځايي عدالت کې يو تن په ډزو وژلې شوی، او بل تن بیا د ښار د ډبګرۍ په سيمه کې د اګست په 12م وژل شوی وو.

د پاکستان پارلمان په کال 1974 کې دا ډله غیرمسلمانه اعلانه ګرځولې، او بیا په 1984 کې یې په قوانینو کې دا ترمیم راوستلی چې احمدیان نشي کولی چې نېغ په نېغه او یا غیرمستقیم ځانونه په مسلمانانو کې شمار کړي.

په احمديانو د عقيدي د تبليغ کولو قدغن هم لګېدل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG