لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان: په نښته کې څلور پاکستاني پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو او پوځ په نښته کې څلور پاکستاني پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي دي.

پوځ نن د جمعې په ورځ (12م فرورۍ) ويلي د جنوبي وزيرستان په مکين علاقه کې ترهګرو په امنيتي پوسته بريد کړی او پوځ ورته کلک ځواب ورکړی دی.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې او دعوه يې کړې چې په مکين کې یې تيره شپه په بريد کې 12 پوځي سرتيري وژلي او څو ژوبل کړي دي.

پوځ ویلي په نښته کې څلور پوځي سرتیري وژل شوي چې پکې لانس نايک عمران علي، سپاهي عاطف جهانګير، سپاهي انيس الرحمان او سپاهي عزيز شامل دي.

د وژل شوو ترهګرو په اړه تفصيل نه دی ورکړی شوی.

پوځ ویلي په علاقه کې د لټون او پاکۍ عمليات روان دي.

په باجوړ کې راکټ بريدونه

پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (11م فرورۍ) ويلي وو په باجوړ کې په لغړۍ سېکټر او سره کۍ باندې د افغانستان د لوري ترهګرو پينځه راکټې بريدونه کړي دي.

پوځ ویلي په راکټي بريدونو کې د ماموندو يو پينځه کلن ماشوم وژل شوی او اووه نورې کم عمره جينکۍ ژوبلې شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې پوځ په (درېمه فرورۍ) ويلي وو، د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې ورته په یوه خونه کې د ترهګرو د موجودګۍ مالومات ترلاسه شوي او بیا يې دغلته په عملياتو کې څلور ترهګر وژلي وو.

پوځ ویلي وو د ترهګرو سره په نښته کې 42 کلن نايب صوبيدار امين الله او 24 کلن سپاهي شېر زمين هم وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په جنورۍ کې پوځ ويلي وو په جنوبي وزیرستان کې يې دوه مهم طالب کمانډران وژلي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې د امن په ځای کولو دعوه کوي چې دغه علاقې يې په پوځي عملياتو کې د تندلارو څخه پاکې کړي خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې نه يواځې امنيتي ځواکونو په نخښه کيږي، ځايي مشران او د علاقې خلک هم په هدف کول کيږي.

په پينځمه فرورۍ د شمالي وزيرستان د اتمانزو قومي جرګې د پاکستان د رياست نه په سيمه کې د پوځي عملياتو وروسته دې ټول انتظامي ماملات اړونده محکمو ته سپارلو او امنيت غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG