لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم اې: پښتونخوا کې د زلزلې نه د تاوان کوم خبر نه دی ترلاسه شوی


په تاجکستان کې تيره شپه د راغلې زلزلې زورورې جړقونه چې د پاکستان ترڅنګ په هند کې محسوس کړی شوي د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام ادارې ویلي تراوسه پورې ورته د زلزلې له امله د کوم تاوان خبر نه دی ترلاسه شوی.

پي ډي اېم اې نن د خالي/ شنبې په سهار ویلي، ادارې ته تراوسه پورې د کوم مالي او ځاني زيان خبر نه دی ورکړی شوی او اړونده چارواکي څارنه کوي.

د امريکې د جيولوجيکل سروی ترمخه د زلزلې زور په ريکټر سکېل باندې 5.9 وو او مرکز يې د تاجکستان د مرغاب علاقې نه 35 ميله لرې وو.

د تاجکستان ادارې ویلي د زلزلې زور 6.1 وو او په دغه هېواد کې هم سمدستي د کوم تاوان خبر نه دی ترلاسه شوی.

پاکستاني چارواکو ويلي د زلزلې زور 6.4 وواو په هند کې ويل شوي د زلزلې زور 6.3 ريکارډ شوی دی.

راپورونه وايي د زلزلې جړقونه په افغانستان کې هم شوي دي.

په پاکستان کې د زلزلې جړقونه د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور او برنو نورو ضلعو، اسلام اباد او د پنجاب صوبې په نورو برخو کې محسوس کړی شوي دي.

د شپې په مهال د شوې زلزلې له امله خلک د کورونو نه وتلي او ويره یې خوره کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG