لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دکرونا وایرس مخنیوي دپاره په بېړني توګه دکین سائنو ویکسن کارؤلو اجازه ورکړه


کرونا ویکسین
کرونا ویکسین

دپاکستان د درملو دڅار ادارې ډریپ په چین کې د جوړ ویکسین کین سائنو پاکستان کې په بېړني ډول دکارؤلو اجازه ورکړې ده ترڅو په چټکتیا سره دخوریدونکي کرونا وایرس مخه له دغې لارې ونیول شي.

پاکستان کې پرله پسې د کرونا ناروغانو په شمیر کې اضافه کیږي اؤ سرکاري شمیرې وایي چې په تیر یو شواروز کې د ۱۰۰۰ نه زیاتو نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی اؤ ۳۱کسان پرې مړه شوي دي.

د اتوار په ورځ هیواد کې په کرونا د څار د دولتي مرکز په شمیرو کې راغلي چې دهیواد بیلابیلو برخو کې په تیرو ۲۴ساعتو کې یو زر اؤ ۴۰۴کسان په کرونا وایرس اخته چې دې سره په دې هیواد کې د کرونا ځپلو شمیره پینځه لکه ،۶۳زره اؤ ۲۹ته رسېدلې ده .

شمیرې ښایي چې دا مهال پاکستان کې دکرونا دفعالو پېښو شمیره ۲۵زره اؤ ۶۳۵ ده اؤ په ګرد هیواد کې په دې وایرس ۱۲ اؤ ۳۰۷کسان مړه شوي هم دي.

په دې وروستیو کې چې د کرونا دوهمه څپه پیل شوې پاکستان کې په زرګونو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ ډاکټران وایي ددې لامل دادی چې خلکو هم په حفاظتي تدابیرو عمل کول پریښي اؤ حکومت هم اوس د کرونا نه د خلکو ژغورلو دپاره د سختو ګامونو نه لاس اخستی دی.

پاکستان ته دچین څخه د کرونا ضد ویکسین پینځه لکه خوراکونه د ډالۍ په توګه ورکړل شي اؤ په لمړي فرصت کې دغه ویکسین یوازې د صحت څانګې مامورینو اؤ ډاکټرانو ته ورکول کیږي.

حکومت ویلي چې د مارچ دمیاشتې پورې به د درېوؤ کمپنیو ویکسین پاکستان ته ورسیږي چې په دوهم پړاؤ کې به د ۵۰ اؤ ۶۰ کالو په عمر کې مشرانو خلکو ته دا ویکسین لګول کیږي.

دپاکستان حکومت شخصي څانګې ته هم اجازه ورکړې ده چې دبهر نه کرونا ضد ویکسین ترلاسه کولی شي خو تر اوسه عام مارکیټ کې دکرونا ضد ویکسین نرخ نه دی ټاکل شوی .

په عین حال کې دپاکستان د درملو دڅار ادارې ډریپ په چین کې د جوړ ویکسین کین سائنو پاکستان کې په بېړني ډول دکارؤلو اجازه ورکړې ده.

رسنۍ وایي دکینسائنو ویکسین د کارولو منظوري د ډریپ د رجسټریشن بوډ ورکړې ده اؤ تر دې مخکې ویل شوي وؤ چې دکینسائنو ویکسین په پاکستاني ولس دکلینکل ازموئنې نتیجې مثتبتې راغلې دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG