د د روانې مياشتې په سر کې د پاکستان K2 غره ته د ختونکو بې درکه شوو درېو غره ختونکو تراوسه هيڅ درک نه دی مالوم شوی.
د پاکستان 45 کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ 47 کلن جان سنوري او د چيلي 33 جان پېبلو موهر چې K-2 غره ته ختل په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره اړیکه قطع شوې وه.
K2 غر چې نړيوال غره ختونکي ورته قاتل وايي، 8611 ميټره دنګ د نړۍ دوېم لوړ غړی دی.
وينيسا اوبراين چې K2 غر ته ختونکې لومړۍ برتانوي امریکايي ده، د اتوار/ يکشنې په ورځ (14 فرورۍ) يې وي او اې ته ویلي، د بې درکه شوو غره ته ختونکو د لټون دپاره د تاريخ بې ساری لټون دوام لري.
اوبراين د بې درکه شوو غره ختونکو د لټون د عملياتو مرستياله ده. هغې ويلي نهه ورځې وشوې او د بې درکه غره ختونکو موندل اوس يو چېلنج جوړ شوی دی.
هغې ويلي نه شي ويلی چې هغوی به ژوندي وي که نه وي.
د سېټېلايټ څخه د K2 غره د اخستل شوو عکسونو په اړه هغې ويلي، چې کله K2 غره ته د رسېدو دپاره موسم د هيلي کاپټر مخه نيولې د پاکستان پوځ د اېف ـ16 الوتکې د لارې عکسونه اخستې دي، خو ويلي يې دي د بده مرغه د بې درکه شوو غره ختونکو هيڅ نخښه نه ده مالومه شوې.
د غره ختونکو انتام ارې الپاين کلب پاکستان سېکتر کرار حېدري ویلي د غره ختونکو د بېس کېمپ سره هغه وخت اړيکه قطع شوې چې کله دوی 8000 ميټره ته رسېدلي وو.
د اييس لينډ 47 کلن جان سنوري په کال 2019م کې K2 ته د ختو هڅه کړې خو واپس شوی وو د هغه دوه ملګرو هغه ته ويلي وو چې غره ته د ختو پوره تياری نه لري.
وحشي غر
K2 د وحشي غره په نوم ياد دی ځکه چې ويل کيږي د نړۍ تر ټولو لوړ غر اېورېسټ ته تراوسه پورې 6500 کسان ختلي خو K2 ته 337 ته رسېدلې دي.
د کال 1954 نه تراوسه پورې K2 ته ختونکي 86 کسان مړه شوي دي.
د روان کال د جنورۍ په 16م د نيپال غره ختونکو لس کسيزې ډله د K2 غره څوکې ته رسيدلي وو او د يخنۍ موسم کې يي دغلته د رسيدو لومړي عالمي ريکارډ یې جوړ کړی وو.
د چين سره په پوله د کراکرم په لړۍ کې K2 د نړۍ په 14 لوړو غرونو کې يو دی چې په يخنۍ کې د 8000 ميټره نه سېوا لوړيږي.
خبر د وي او اې انګرېزۍ په مننه