لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه 42 تنه ازاد کړي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويلي افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ علي خواجه اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندانه 42 کسان خوشي کړي دي .

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې په ازادو کړی شویو کسانو کې 25 پوځي او 17 ملکي کسان شامل دي چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شوي دي .

د دفاع وزارت په تیره یوه میاشت کې په هلمند او لوګر ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه د 57 بندیانو د ازادولو خبر ورکړی وو.

له دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونه د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د 22 ملکي خلکو په ګډون او 16 نور بیا د 5 نظامیانو او 11 ملکي خلکو په شتون د طالبانو له زندان څخه خلاص کړي وو.

له دغې مخکې د دفاع وزارت ویلي وو چې کمانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند د ولایت ناوې ولسوالۍ کې طالبانو باندې هدفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې13 طالبان وژل شوي او 10 نور یې ټپیان شوي ؤ او یو شمیر 18 بشکه یي ماینونه کشف او یوه اندازه وسلې او مهمات امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په بغلان ولایت کې د هغوی پر زندان د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG