لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ ته له ګواښ وروسته هغې پوځ او عمران خان پوښتلي: احسان الله احسان څنګه وتښتېد؟


واشنګټن ـــ د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني ویاند او د پوځ له ولکې تښتېدلي احسان الله احسان پر ټویټر د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د هغې پلار ته د وژلو ګواښ کړی دی.

احسان الله احسان د ګل- دوشنبې په ورځ له بي بي سي سره د ملالې یوسفزۍ هغه مرکه ټویټ کړې چې هغې پکې ویلي، "تر ځان ورباندې ګران سوات یې لومړی او برمنګم یې دویم کور دی"، احسان الله احسان ورته لیکلي:

"ملاله جي! ته ژر خپل لومړي کور ته راشه، له تا او ستا له والد صاحب سره تر اوسه ډېر حساب پاته دی، پر تا چې کوم پور پاته دی هغه به له تا اخیستل کېږي، دا ځل به د حساب کتاب لپاره ماهر کس در لېږل کېږي چې هیڅ کش هم پاته نه شي".

ملالې یوسفزۍ د نهې- دوشنبې په ورځ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د احسان الله احسان دغه ګواښوونکی ټویټ بیا ټویټ کړی او له پاکستاني چارواکو یې پوښتنه کړې چې هغه څنګه وتښتېد؟. ملالې لیکلي:

"دا د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند دی چې پر ما او ډېرو بې ګناه خلکو د بریدونو ذمه واري یې منلې ده. دی اوس پر ټولنیزو رسنیو خلکو ته ګواښونه کوي. د ای ایس پي آر مشره او عمران خانه دی ]احسان الله احسان] څنګه وتښتېد؟".

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې او وزیراعظم عمران خان لا د ملالې یوسفزۍ د پوښتنې په جواب او د احسان الله احسان له خوا هغې ته د ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي، خو احسان الله احسان په یوه بل ټویټ کې هغې ته جواب ورکړی:

"ته چې له کومو خلکو پوښتنه کوې هغوی جواب نه درکوي، که ته غواړې نو زه تیار یم چې د خپلې تېښتې کیسه درته وکړم. یاد ولره زه د ای ایس پي آر د مشر او عمران خان غوندې درواغجن نه یم".

پر ټولنیزو رسنیو ملالې یوسفزۍ ته د احسان الله احسان له خوا د ګواښونو په ضد غبرګون مخې ته راغلی او ځینو پکې غوښتنه کړې هغه چې خلکو ته ښکاره ګواښونه کوي ټویټر اکاونټ دې یې بند کړل شي.

پر 23 کلنې ملالې یوسفزی یوولس کاله مخکې د 2012م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه په سوات کې هغه وخت وسلوال برید وشو او هغه یې له دوو نورو همځولو کاینات او شازیې سره یو ځای سخته ټپي کړه چې له سکوله په موټر کې کور ته روانه وه. د هغه برید ذمه واري احسان الله احسان د ټي ټي پي له خوا منلې وه.

پاکستاني پوځ د 2017م کال په اپرېل کې منلې وه چې احسان الله احسان دوی ته تسلیم شوی او د دوی په ولکه کې دی، خو د تېر 2020م کال په جنورۍ کې هغه په یوه ویډیو کې ویلي وو چې د پوځ له قیده تښتېدلی دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونو او د پېښور د آرمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو کورنیو د احسان الله احسان د تښتېدو په ضد احتجاجي مظاهرې کړې وې او د پاکستان له پوځ او حکومته یې د هغه د تښتېدنې په اړه سپیناوی غوښتی وو،‌ خو پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG