لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز: د پوځ او ای ایس ای مشرانو ته وایم، د جبري بې درکه خلکو ستونځه حل کړئ


واشنګټن ـــ د پاکستان د لوی اپوزیشن ګوند مسلم لیګ نن مرستیالې مشرې مریم نواز پر واکمن تحریک انصاف ګوند ږغ کړی چې د جبري بې درکه کسانو شخړه دې حل کړي او وایي حکومت دې یې کورنیو ته لږ تر لږه د ژوند او مرګ حال ورکړي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د اسلام اباد په ډي چوک کې د بې درکه بلوڅانو له احتجاج کوونکو سره د خواخوږۍ په وخت مریم نواز د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای له مشرانو وغوښتل چې د خلکو د بې درکۍ ستونځه حل کړي:

"زه د پوځ مشر او د ای ایس ای مشرانو ته هم وایم: دوی ستاسې د ملک اوسېدونکي دي، دوی ستاسې لوڼه دي، ستاسې وروڼه دي، راشئ له دوی سره خبرې وکړئ چې کوم مسایل یې د حل کېدو دي حل یې کړئ".

د جبري بې درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې په کوټه او کراچۍ کې مسلسل د بې درکه ځوانانو لپاره احتجاجي کېمپ لګولی وو، خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړی دی.

مریم نواز وایي هغه کسان چې تر اوسه ژوندي دي باید عدالتونو ته وړاندې کړل شي او هغه چې مړه دي باید کورنیو ته یې حال ورکړل شي چې هغوی صبر شي او نور احتجاجونه ورپسې ونه کړي. مریم نواز پر حکومت نیوکه وکړه او وایي د احتجاج کوونکو د ستونځې د حل لپاره یې هیڅ‌ نه دي‌ کړي:

"که تاسې د دوی [ورک] نازولي نه شئ موندلای، لږ تر لږه دوی ته خو د هغو کسانو په اړه ویلای شئ چې په اذیت خانو کې پراته دي، دوی به هیڅ هم ونه کړي، تش و به ژاړي او غلي‌ به شي، که نور نه وي هغه عذاب خو به یې ختم شي چې دوی تر تېرېږي".

مریم نواز دغه کورنۍ له بلوچستانه اسلام اباد ته ورغلې او له یوې اوونۍ راهیسې احتجاج کوي خو وزیراعظم عمران خان- چې وایي‌ کور یې د احتجاج له ځایه پر پینځه منټه فاصله دی- تر اوسه د دوی پوښتنې ته نه دی ورغلی:

"ته به ایجنسیو [استخباراتي ادارو] ته جواب نه ورکوې، خدای ته به جواب ورکوې، دا 222 میلینه ابادي ستا ذمه واري ده".

بل لور ته د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د بشري حقونو وزیرې شېرین مزاري د بې درکه خلکو ستونځه د کابینې په غونډه کې را اوچته کړې ده:

"قانون سازي شوې ده او د قانون وزارت ته لېږل شوې ده. وزیراعظم په ښکاره الفاظو وویل چې بِل باید فعاله شي او د دې لپاره یوه لاره وټاکل شي".

په پاکستان کې خلک له اوږدې مودې راهیسې په جبري توګه ورکېږي، پرله پسې حکومتونو هڅه کړې خو د دې ستونځې په حل کولو کې ناکامه شوي دي. زرګونه خلک لا هم تری تم دي.

د بې درکه کسانو خپلوان او د بشري حقونو فعالان تور پورې کوي چې د خلکو په جبري ورکولو کې د پاکستان ځواکمن پوځ او استخباراتي ادارې لاس لري، خو پوځ او جاسوسي ادارو دغه تورونه تل رد کړي‌ دي.

پاکستان په 2011م کال کې یو کمېشن جوړ کړ چې په هېواد کې جبري بې درکه کسان پیدا کړي او د دغو په ورکېدو کې د لاس لرونکو کسان په ضد قانوني ګامونه واخلي.

په 2018م کال کې د سېنټ د بشري حقونو کمېټۍ د دې کمېشن مشر جسټس جاوېد اقبال خپلې یوې غونډې ته د بې درکه کسانو په اړه ور بللی وو، چې د ډېرو سنېټرانو په وینا جاوېد اقبال غونډې ته ویلي وو،‌ 153 پوځیان یې په ګوته کړي چې د خلکو په بې درکۍ کې یې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ ویاند په تېرو وختونو کې دعوه کړې چې ډېر بې درکه کسان وسلوال وو، چې وایي هغوی د خپلو کورنیو له خبرولو پرته خپل کورونه پرېیښي او یا خو په څنګلوري افغانستان کې پټ دي او یا د ناارامه بلوچستان په غرونو کې له خپلواکي غوښتونکو ډلو سره ملګري دي.

پوځ دعوه کړې وه چې په بلوچستان کې بې درکه کسان له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې هم وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روانې میاشتې په پیل کې ژمنه وکړه چې د بې درکه کسانو ستونځه به حل کړي. د بې درکه کسانو خپلوان وایي، د عمران خان د بیان په سبا د بې درکه کسانو کمېشن دوی ته وویل چې د ورکو خپلوانو په اړه جوابونه دې نه غواړي.

د بې درکه کسانو کورنۍ وایي دوی نه غواړي چې خواخوږي یې بې له شرطه خوشي شي، د دوی ګډه غوښتنه دا ده چې که یې ورکو کسانو څه جرم کړی وي، پلټنه دې یې وشي او عدالتونو ته دې وړاندې شي، بیا که له هغوی سره هر څه کېږي د ملک له آیین سره سم دې ورسره وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG