لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې د پاکستانۍ ملېشې پينځه سرتیري وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د ملېشې (اېف ـ سي) ځواک په چيک پوسته وسله وال بريد شوی چې پکې لږ تر لږه پينځه سرتيري وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د جنوبي وزيرستان څخه امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د سرا روغه تحصيل په ډيله مزارۍ علاقه کې تيره شپه د ملېشې په چيک پوسته وسله وال بريد شوی دی.

امنیتي سرچينې په بريد کې د پينځه سرتيرو د وژنې او يو ژوبلېدو خبر تاييدوي.

ويل شوي په وژل شوو کې نايب صوبېدار شاهد انور، نايک احمد خان، لانس نايک شهريار، سپاهی ايوب او سپاهي شهزاد شامل دي او سپاهي شاهد افضل ژوبل شوی دی.

پوځ او د جنوبي وزيرستان انتظاميې په رسمي ډ‌ول د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري هم چا نه ده منلې.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې دوه ورځې وړاندې په (17) فرورۍ د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په ميرعلي کې د عليم خان خوشحالي ګروپ درې ترهګر يې وژلي دي.

پاکستاني طالبانو منلې وه چې درې وسله وال يې وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په 14م فرورۍ په واڼه کې د پوځ په يو کاروان چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وېنا دوه پوځي سرتيري او يو عام تن وژل شوي او د نهه پورې نور ژوبل شوي وو.

د دغه پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د يادې پېښې وروسته د واڼه بازار تړل شوی او نن د جمعې په ورځ (19 فرورۍ) د خلکو د احتجاجونو وروسته پرانستل شوی دی.

له دغې وړاندې په 12 فرورۍ د پاکستان پوځ ویلي وو په مکين علاقه کې د ترهګرو او پوځ په نښته کې څلور پاکستاني پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې او دعوه يې کړې چې په مکين کې یې تيره شپه په بريد کې 12 پوځي سرتيري وژلي او څو ژوبل کړي دي.

پرون په بلوچستان کې هم په دوه بريدونو کې د اېف ـ سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG