لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې ددفاع وزیر:افغانستان څخه په بیړه اؤ بې نظمه ډول نه اوځو


دامریکې ددفاع وزیر لویډ جیمز اسټن ویلي امریکا ژمن ده چې دافغانستان دننه روانه جګړه د ډیپلوماټیکو هڅو دلارې پائ ته ورسوي اؤ دافغانستان څخه به په بېړه کې په بې نظمه ډول نه اوځي.

دناټو دغړو هیوادونو ددفاع د وزیرانو په وروستۍ دوهمه غونډه کې هغه ویلي امریکا دطالبانو اؤ واشنګټن ترمنځ تیرکال دوحه کې شوی د سولې تړون ارزوي ترڅو روښانه شي چې ایا ټولو خواؤ دې تړون کې شوؤ ژمنو باندې عمل کړی دی که نه ؟

دامرېکې ددفاع وزارت دبیان له مخې لویډ جیمز اسټن غونډې ته پخپله وینا کې ویلي چې دافغانستان په اړوند دتصمیم نیولو په لړ کې به امریکا دخپلو ملګرو اؤ انډیوالانو سره مشورې کوې.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ تیرکال دفرورۍ میاشت کې دوحه کې دسولې تړون ترسره شوی ؤ چې ددغه تړون له مخې ټاکل شوې وه امریکا به د راتلونکې مئ میاشتې پورې خپل ځواکونه د افغانستان څخه به وباسي.

خو په امریکا کې دجوبائیډن د نوې انتظامیې رامنځته کېدو سمدستې وروسته واشنګټن ویلي وؤ چې طالبانو سره به د صدر ټرمپ د واکمنۍ موده کې د سولې ترسره شوي تړون ته بیا دسره کتنه کوي.

دناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم تیره ورځ ویلي وؤ چې دناټو ددفاع د وزیرانو غونډه کې لا پرېکړه نه ده شوی چې افغانستان څخه به ناټو خپل ځواکونه وباسي که نه؟

د نېټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې د دې اتحاد عمومي مشر ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه به خپل ځواکونه حالاتو ته په کتلو باسي، خو وایي د اوس لپاره یواځې دې ته توجه کوي چې څنګه د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي تورونه لګوي چې طالبانو امریکا سره دسولې تړون کې کومې ژمنې کړې وې هغه یې په بشپړ ډول نه دي پوره کړي اؤ نه یې هم ځان د القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه جلا کړی دی.

خو طالبان دا تورونه ردوي اؤ وایي خپلو ټولو ژمنو باندې یې عمل کړی اؤ اوس یې په لیکو کې هیڅ بهرني وسله وال ګډون نه لري.

دا مهال په افغانستان کې دناټو دغوڅ ماموریت په چوکاټ کې ټول ۹۶۰۰ سوه بهرني سرتیري موجود دي چې په دې کې دوه نیم زره پوځیان دامریکې دي اؤ طالبان وایي هغوئ یوازې هغه په هغه صورت کې سولې ته غاړه ږدي چې دا ټول بهرني ځواکونه دافغانستان څخه اوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG