لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور1245کسان اخته شوي اؤ 40 مړه شوي دي


دولتي شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تېر یو شواروز په مهال نور40 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 1245 نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

د کرونا وایرس دڅار دولتي پخپلو تازه شمیرو کې ویلي دتیر یو شواروز په مهال ګرد هیواد کې د 34754 کسانو دکرونا معاینات شوي چې په دې کې معلومه شوې 1245 کسان په دې وایرس اخته دي.

دهیواد بیلابیلو برخو کې د تیرو څلېریشتو ساعتو په مهال د40 کسانو دمړینې سره تراوسه پاکستان کې په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 12527ؤ ته رسېدلې ده.

ددې وبا دپیل نه تر اوسه پاکستان کې ټول پینځه لګه اؤ 68506 کسان په یاد وایرس اخته شوي خو په دې کې نور ټول بېرته روغ شوي شوي اؤ دامهال یوازې 24139 کسان په کرونا وایرس اخته دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وایرس داخته شوؤ مریضانو شمیره 70493 ده اؤ 2020 کسان پرې مړه شوي هم دي.

په سندهـ صوبه کې ټول 255039 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 4267 مړه شوي دي.

پنجاب کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره 166242 ښودل شوي اؤ 5166 ناروغانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

بلوچستان کې 18967 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 199 پرې مړه شوي دي.

اسلام اباد کې 43145 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 488 پکې مړه شوي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 9673 کسان کرونا وایرس ځپلي اؤ د مړو شمیره 285ښودل شوې ده،همداشان په ګلګت بلتستان کې هم تر اوسه 4947 ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 102 کسان پرې مړه شوي دي.

د22 کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې تر اوسه یوازې د صحت څانګه کې کار کوونکو اؤ ډاکټرانو ته د کرونا د مخنیوي هغه ویکسین ورکړل شوي چې تیره میاشت د چین لخوا پینځه لکه خوراکه پاکستان ته په تحفه کې ورکړل شوي وؤ اؤ عام ولس لا ددې ویکسین څخه محروم دی.

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې پاکستان په هاغو 65 هیوادونو کې شامل دی چې پکې خلکو ته د کرونا نه د ژغورنې دپاره د ویکسین لګولو عمل روان دی.

هغه ویلي تراوسه هیواد کې د 52 نه زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا د مخنیوي ویکسین لګول شوي اؤ ددې دوهم پړاؤ به د مارچ په میاشت کې پیل کیږي.

دنوموړي د وینا له مخې په دویم پړاؤ کې به د 65 کالو نه زیات عمر لرونکو تنانو ته دا ویکسین لګولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG