لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا پوځ په سعودي عرب کې خپلې پوځي اډې ټينګې کړې دي


واشنګټن ــــ د امريکې پوځ د ايران له خوا د ممکنه بريد نه د بچ کېدلو د پاره په سعودي عرب کې د پوځي اډو تابيا کوي.

دا خبره د امريکې د پوځ د مرکزي کمان مشر جنرل کېنت مېکينزي د منځني ختیځ د سفر په وخت مطبوعاتو ته کړې ده. نوموړي ويلي:

"مونږ په سعودي عرب کې نوي مرکزونه يا پوځي اډې نه ګورو، بلکې د خطرو په وخت په سعودي عرب کې د خپلو موجوده اډو نه کار اخستل غواړو او نه غواړو چې په سعودي عرب کې خپلې پوځي اډې وتړو".

ښاغلي جنرل مېکېنزي وویل: "دا داسې کارونه دي چې هر يو هوښيار پوځي منصوبه ساز به يې د خپلې دفاع د پاره کوي، چې په خپل ځان کې دومره لچک پیدا کړي چې دښمن يې په آسانه نه شي په هدف کولی".

وال سټريټ‌ مجلې په خپل رپوټ کې ليکلي، امريکايي پوځونه د سعودي عرب په غربي صحراګانو کې د مضبوطو قلاګانو او هوايي اډو منصوبه لري چې د ايران سره د ممکنه جنګ په وخت به ترې کار اخلي.

دغه رپوټ زياتوي امريکا به د دې کال تر آخېره جنګي جهاز وړونکې بېړۍ USS Nimitz هم دغې سيمې ته ورسوي‌ او په دغه سيمه به دوه B-52 بمبار جهازونه هم الوت کوي.

په دې وخت د امريکا له خوا د پوځي توان ښکاره کولو مقصد دا دی چې ايران د امريکې له خوا د وژل شوي خپل پوځي کمانډر قاسم سلېماني د تلين په ورځ په امريکايي‌ ځواکونو د بريد هڅه و نه کړي.

هر څه که امريکايي‌ پوځونه ايران ته د هر ډول ځواب ورکولو تيارۍ نيسي د صدر بایډن انتظاميه وايي دوی د يورپي اتحاد په مرسته د ايراني چارواکو سره يو ځل بيا د سفارتي هلو ځلو شروع کولو په غرض ليدل کتل کوي او د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ هغه پاليسي بدلول غواړي چې په ايران يې د ملګرو ملتونو له خوا سنګين بنديزونه لګول غوښتل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG