لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په چاودنو کې پينځه تنه وژل شوي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د خالي/شنبې په ورځ 20 فرورۍ درې ماين چاودنو کې لږ تر لږه پينځه تنه وژل او څو نور ژوبل شوي دي، چارواکو ويلي چاودنې د چسپکي ماينونو د لارې شوي دي.

پوليس ویلي لومړۍ چاودنه سهار اته بجې د کابل ښار په درالامان سړک دپاسه په یو موټر شوې دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.

ويل شوي بله چاودنه په څلورمه ناحيه کې هم په موټر شوې او د يوې ښځې په ګډون پکې درې تنه وژل شوي دي.

د درېمې چاودنې په اړه چارواکو ويلي دا په د کابل په درېمه ناحيه کې شوې او دوه تنه يې وژلي دي.

راپورونه وايي د چاودنو زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده قبوله کړې.

په کابل کې په وروستيو کې د چسپکي ماينونو د چاودنو پېښې سېوا شوي دي.

د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل یا سیګار نزدې 20 ورځې وړاندې په خپل يو رپورټ کې ویلي د‌ افغانستان پایتخت کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي چې پکې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي، د مدنې ټولنې مشران او خبریالان په نخښه شوي دي.

سیګار په خپل رپورټ کې ویلي وو چې د کال 2020 په وروستيو دریو میاشتو کې د طالبانو په حملو کې د وړاندې درې میاشتو په نسبت کمی راغلې خو د کال 2019 په دغومره موده کې د طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ورکړل شویو شمېرو ترمخه په کابل کې د تېر کال وروستیو دریو میاشتو کې ددې نه د وړاندې درې میاشتو په نسبت د طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG