لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م م: د ټرمپ ملګري پر لیبیا د وسلو له بندیز څخه سرغړونه کړې


امریکايي مطبوعاتو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د پلټنو معلومات خپاره کړي چې تر مخه یې د امریکا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ یو ملګري او د امنیت یو شخصي کمپنۍ چلونکي اېریک پرنس په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز سرغړونه کړې.‌

دغه خفیه یا پټ رپورټ چې د امریکا نیویارک ټاېمز او واشنګټن پوسټ ترلاسه کړی،‌ پکې ویل شوي چې پرنس د خارجي امریکایانو عسکري ډله او وسله د خلیفه هفتار د قوي کولو لپاره ورکړې، چا چې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو لخوا منل شوی حکومت د نسکورولو لپاره په کال ۲۰۱۹م کې جګړه پېل کړې.

د نیویارک ټاېمز اخبار تر مخه د ۸۰ میلینه ډالرو دغه اپریشن یا عملیاتو کې یو پلان دا وو چې داسې یوه ځانګړې ډله جوړه کړي چې د هفتار مخالفه کمانډران ووژني، په دغو کې ځیني داسې کمانډران هم وو چې د اروپايي ټولني د هیوادونو شهریت یې لرلو.‌

پرنس چې د امریکايي پوځ ځانګړې څانګې یا نیوي سیل پخوانی پوځي او د صدر ټرمپ د تعلیم سېکتر بېټسی ډیوس ورور او د بلېک واټر شخصي کمپنې مشر دی، په کال ۲۰۰۷ کې په بغداد د دغه ډلې د کسانو لخوا د عامو خلکو د وژنو وروسته هم بدنام شوی وو.‌ په دغه کسانوکې بیا څلورو ته تیر کال صدر ټرمپ معافي هم ورکړې وه.

نیویارک ټایمز وایي د دې تازه تورونو وروسته په پرنس باندې د ملګرو ملتونو لخوا د سفري بندیزونو تر څنګ نور بندیزونه هم لګیدلی شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو لخوا په پلټنو کې هم مرستې نه دي کړي او د هغه وکیلانو په دې اړه د نیویارک ټایمز اخبار پوښتنو ته هم کوم ځواب نه دی ویلی.

د اې اېف پي خبري ادارې لخوا په هانګ کانګ کې د فرنټیر سروسز ګروپ چې پرنس یې د بورډ غړی او چېرمین هم دی، پوښتنو ته هم کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

په کال ۲۰۱۱م کې د معمر قذافي د حکومت پرضد شورو شوي احتجاجونو وروسته د هغه د حکومت نسکوریدو او وژنې پس په تیلوغني دغه هیواد کې خانه جنګي شورو شوې. او دغلته په ټریپولي کې د ګورنمنټ اف نېشنل اېکارډ او په ختیځ سیمه کې جدا انتظامیه ده چې د هفتار مرسته ورسره ده.

په هفتار د جنګي جنایتونو تورونه هم لګیدلي. په کال ۲۰۱۹م کې صدر ډانلډ ټرمپ هفتار ستایلی وو او ورته یې یو مظبوط سړی ویلي وو چې په لیبیا کې د ترهګرۍ پرضد جنګیږي.‌

د فرورې په پینځمه نېټه په سوېټزرلېنډ کې د لیبین پولېټېکل ډاېلاګ په نامه یوه غونډه کې د لیبیا لپاره یوه نوې موقتي انتظامیه هم اعلان شوې.

په دغه انتظامیه کې به ۷۵ غړی وي چې د ملګرو ملتونو لخوا منتخب شوي چې د ټولنې د هرې ډلې نمایندګي کوي. خلیفه هفتار د ملګرو ملتونو ددغه ګام د مرستې ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG