لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ژبو نړیواله ورځ: د بلوچستان اوسنی حکومت په سرکاري سکولونو کې مورنۍ ژبې نه ورښیي


کوټه ــــ د نورې نړۍ غوندې په پاکستان کې هم نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، خو په دې هېواد کې په میلینونو ماشومان لا هم په خپلو مورنیو ژبو له زدکړې محرومه دي او هر کال د پاکستان په ټولو صوبو کې په مورنۍ ژبه د بشپړ تعلیم لپاره احتجاجي مظاهرې او سېمینارونه کېږي.

په کوټه کې د پښتو ادب استاد او اديب مير حسن اتل وايي هغه قامونه چې په خپله مورنۍ ژبه يې ليک لوست او زدکړې کړې وي، د ژوند په هره برخه کې که سياسي ده که معاشي ده که سماجي ترقي یې پکې کړې ده:

"د ترقۍ لوی لاملونه او پس منظر يې دا دی چې دغو قامونو ته په خپله ژبه کې د زدکړو مواقع په لاس ورکړل شوې دي، همدغه وجه ده چې د نړۍ ټول ولسونه د خپلو ژبو د اهميت او د هغو د خوندي ساتلو لپاره شپه او ورځ په کار بوخت دي".

په 2014م کال کې پښتون ملتپال ګوند پښتونخوا ملي عوامي او بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند د خپل حکومت په وخت په ګډه په بلوچستان کې له اول ټولګي تر اووم ټولګي پښتو، بلوڅي، براهوي، فارسي، سيندي، پنجابي او نورې ژبې د مضمون په توګه په سرکاري ښوونځيو کې شاملې کړي او د دې لپاره اسمبلۍ یو بِل منظور کړ.

له اول ټولګي بيا تر درېيم ټولګي پورې د مورنۍ ژبو يو يو کتاب هم چاپ شو، خو په ښوونځيو کې زده کوونکو ته ور ونه ښوول شوه، زده کوونکي لا په دې ارمان وو چې اوس به دوی ته مورنۍ ژبه هم د يو مضمون په توګه ور ښوول کېږي، خو داسي ونه شوه.

په 2020م کال کې د مورنیو ژبو د سرکاري کتابونو د چاپولو لړۍ هم د بلوچستان ټيکسټ بک بورډ په يوه کاغذي حکم باندې ودرول شوه. د بلوچستان ايالت د ثانوي زدکړو له سيکرټري شېرخان بازي څخه مو د کتابونو د چاپ د بندېدلو سبب وپوښت، هغه وویل:

"دوی [تېر حکومت] چې د مورنيو ژبو کوم قانون جوړ کړی وو زما خیال هغه دوی په تازيله (بیړه) جوړ کړی وو، هغه مېډيم اف انسټرکشن يا په مورنۍ ژبه تعليم ورکول نه وو، بلکې د مورنۍ ژبو يو مضمون يې متعارفه کړی وو".

له بلې خوا د پښتو اکېدمۍ کوټې مشر سيد خېرمحمد عارف وايي پښتو اکېدمۍ د مورنۍ ژبې د خونديتوب او پرمختګ لپاره کار کوي. ښاغلی عارف وایي‌ ژبه د يو قام شناخت دی، نو د دې شناخت د ژوندي ساتلو لپاره پښتو اکېډمي کوښښ کوي:

"کتابونه هم چاپوي، درې مياشتنۍ ليکنه هم چاپوي، له دې علاوه موږ د تجربې په توګه درې داسي مرکزونه خلاص کړي دي چيري چې موږ و زدکونکو ته پښتو ورښايو، موږ استادان ګومارلي دي هغه باقايده و زدکونکو ته ليک او لوست ور ښايي".

د تعليم پوهان وايي هغه ماشومان چې په مورنیو ژبو زدکړې کوي نه يواځې په خوشحالي سکول ته ځي، ښې زدکړې کوي بلکې هغه ډېر ښه او روښانه مستقبل لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG