لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب ښځو ته په پوځ کې د شاملېدو اجازه ورکړې


سعودي عرب ښځو ته اجازه ورکړې چې ښځې اوس کولی شي چې د ملک په پوځ د سپاهي په توګه او نورو څوکو باندې شاملي شي.

مطبوعاتي راپورونه وايي دغه ګام د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان د عربي نړۍ د غټ اقتصاد د بدلون د پلان يوه برخه ده.

ويل کيږي په سعودي عرب کې ښځو ته په ځينو برخو کې د کار کولو اجازه ورکړی شوې که څه هم په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو دپاره مبارزه کوونکې نيول شوي دي.

د راپورونو ترمخه په سعودي عرب کې ښځو ته په پوځ، رايل سعودي هوايي ځواک، رايل سعودي سمندري ځواک او نورو برخو کې د شاملېدو اجازه ورکړی شوې ده.

خو ورسره ويل شوي هغه ښځه چې د غېرسعودي سره یې واده کړی وي هغه نه شي کولی چې په پوځ کې شامله شي.

په سعودي عرب کې دا تازه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې روانه مياشت په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو فعاله لیجن الهذلول نزدې د درېو کلونو د بند وروسته خوشې شوې ده.

الهذلول غږ پورته کړی وو چې د سړو د سرپرست په قانون کې دې اصلاحات وشي او دوی ته دې د ګاډي چلولو حق ورکړی شي.

په سعودي عرب کې ښځې اوس ګاډی چلولی شي.

سعودي عرب په کال 2019م کې د سرپرست په قانون کې اساني راوستې او اوس ښځې کولی شي چې پاسپورټ ترلاسه کړي او سفر وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG