لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې مشهور شاعر عبدالرحیم روغاني له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د 71 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

روغاني صاحب ابتدایي تعلیم پخپله سیمه د سوات په مټه تحصیل کې کړی وو او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ ډګري اخیستې وه، چې بیا یې د استاد په توګه دنده تر سره کړې وه.

عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو شاعرانو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي ځکه خو هغه ته په ادبي نړۍ کې «بابای قطعه» هم ویل کېدل. لیکوال امان الله نصرت د ښاغلي روغاني په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي:

"روغاني صېب له خيال او مضمون دواړو سره له انصاف نه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوی خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري هڅه کړې ده".

د روغاني په شاعري‌ کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي. یوه غزل یې ډېره مشهوره شوې چې مقطع یې ده:

بيا چې شي تازه زاړه يادونه روغاني ته

خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه

د عبدالرحیم روغاني په شاعرۍ کې له وطن او خاورې سره د مینې تر څنګ پر ملایانو او خانانو تنقید او طنز هم موندل کېږي او شاعري یې ډېره عام فهمه وه ځکه خو په عامو خلکو کې زیات مشهور وو.

د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خودغرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.

د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومي کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019م کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.

ښاغلی روغانی په خټه روغانی محمودخېل وو او د 1950م کال د جنورۍ په 15مه د پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه کلي کې زېږېدلی وو او نن به په خپله پلارنۍ سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.

د ښاغلي روغاني د شعرونو نمونې په لاندې ډول دي:

ستوری د سبا په راختو ښکاري

دور د تيارو په تېرېدو ښکاري

فتح به رڼا په تيارو ومومي

تندر په تورتم د پرېوتو ښکاري

تل مخامخ د حادثو سره یو

چې اوده شوي د اودو سره یو

حمزه خو وایي د جنت ژبه ده

موږ په دوزخ کې د پښتو سره یو

د دار په سر به روغانی د مرګ په خوب اوده وي

ته چې راځې او بیا راځې او لا راځې سپرلیه

مونږه بدقسمتو له خپل خلک غم لړي راوړي

خپل چې پرې خوشحاله دي پردي خو یې راوړي راوړي

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG