لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې ولې سېوا شوي؟ د څیړونکو نظر


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې چې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي څيړونکي وايي ښايي په قبایلي ضلعو کې وسله وال بيا يو ځای شوي او د بدامنۍ د لارې خپل شتون څرګندوي.

په(22 فرورۍ) د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وې دغه ډول د تښتونو پېښې هم مخې ته راغلي او د قبايلي مشرانو او هدفي وژنو پېښې هم سېوا شوي دي.

څيړونکی او خبريال ناصر داوړ وايي د تحريک طالبان پاکستان څخه د بيلو شوو ډلو بيا رايوځايي کېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې هدفي وژنې او په امينتي ادارو بريدونه زيات شوي دي.

د پاکستان قبايلي ضلعې چې وړاندې ورته فاټا ويل کېده، په تيرو وختونو کې د وسله والو کلک مرکز پاتې شوی دی دغلته وسله والو خپل عدالتونه جوړ کړي، القاعده او نورو ترهګرو تنظيمونو هم دغلته شتون درلود.

خو د پاکستان امنيتي ادارو چارواکي وايي دغه سيمي يي د ضرب عضب عملياتو او وروسته بيا ردالفساد ک د وسله والو سخه پاکې کړي دي او د پاکستان پوځ وایي په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول هېواد کې تر 3,75000 زيات پوځي عمليات کړي او په هغوی کې يې 353 ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخارپه (22 فرورۍ) خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي وو په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

هغه وويل په څلور کلونو کې 353 ترهګر وژل شوي دي. د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار 84 فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 43 فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی 497 پوستې جوړې کړی شوې دي.

بابر افتخار ويلي وو پنجاب کې یې 34000، په سيند کې 1,50000، په بلوچستان ايالت کې تقريبا 80,000 او په پښتونخوا کې 92000 پوځي عملیات شوي دي.

خو څيړونکي وايي د قبايلي ضلعو د وسله والو پاکولو باجود دغلته بريدونه کېدل پوښتنې راولاړوي.

د باجوړ ضلعي مطبوعاتي مرکز نن د شورو/چارشنبې په ورځ (23 فرورۍ) د وسله والو لخوا د دهړکو وروسته تړل شوی دی.

د پرېس کلب مشر حسبان الله وايي د دړکو وروسته پرېس کلب ته امنيتي ادارې راغلې او دوي پکې خپل فعاليتونه ودورلي دي.

د هدفي وژنو په سر د باجوړ پرس کلب مخې ته نن په 24م فرورۍ د پي ټي ايم غړو احتجاجي مظاهره اعلان کړې وه. د پي ټي ايم غړي وايي دوی د پرېس کلب مخې ته احتجاج ته نه دي پرېښودل شوي.

د فاټا ريسرچ شمېرو ترمخه روان کال د جنورۍ په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې ۳۱ بريدونه شوي دي چې پکې 12 عسکر وژل شوي او لس ژوبل شوي دي او په دغه مياشت کې نهه عام وګړي وژل شوي وو.

د فرورۍ په مياشت کې تر اوسه 26 بريدونه شوي دي چې پکې 15عسکر وژل شوې او 13 زخميان شوي او په دې مياشت کې تراوسه 17 عام وګړي وژل شوي او دولس ژوبل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG