لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا استخباراتي رپوټ: امکان دی د جمال خاشقجي د وژنې ذمه وار محمد بن سلمان وګڼل شي


واشنګټن ـــ امریکایي چارواکي وایي امکان دی امریکا نن د فرورۍ په 25مه یو استخباراتي رپوټ په ډاګه کړي چې ښیي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې منظوري ورکړې وه.

چارواکو ویلي دغه رپورټ چې سي ای اې یې په جوړولو کې زیاته مرسته کړې، دا اندازه لګول شوې چې سعودي وليعهد د خاشقجي د وژنې منظوري او امر ورکړی وو. د واشنګټن پوسټ لپاره د جمال خاشقجي په لیکل شوو کالمونو کې زیاتره د شهزاده سلمان په پالیسیانو نیوکې کېدلې.

د امریکا صدر جو بایډن، تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، دغه رپورټ یې لوستی او تمه ده په دغې به د سعودي عربستان د ۸۵ کلن پاچا سلمان، چې د محمد بن سلمان پلار دی، سره خبرې کوي.

دغه خپور شوی رپورټ د جو باېډن د پالیسۍ برخه ده، څوک چې د سعودي عربستان سره د امریکا اړیکې سمول غواړي، وروسته د دغې چې امریکا خپل دغه عرب ملګري هیواد او د زیات تېل پېدا کوونکي هیواد ته وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو او د یمن په جنګ کې شاملېدو هیڅ نه دي ویلي.

جو باېډن د تیر صدر ډانلډ ټرمپ په څلور کاله موده کې د امریکا او سعودي عربستان د خوښې دغه تعلق بیرته عادي حالت ته راوستل غواړي. د واېټ هاوس ویاندې جین ساکي تېره ورځ ‌خبریالانو ته ویلي، باېډن به یواځې د سعودي پاچا سلمان سره رابطه کوي او زیاته کړې یې ده،‌ د خاشقجي د مرګ په اړه دغه پټ رپورټ ځینې برخې د زر خپریدو لپاره تیارې دي.

که څه هم جو باېډن یواځې د سعودي پاچا سره رابطې محدودول غواړي، د هغه په انتظامیه کې ځینې نور بیا د سعودي چارواکو سره په رابطو کې دي. د امریکا د خارجه وزارت ویاند نېډ پراېس ویلي:‌ "زمونږ د انتظامیې په لومړیو اوونیو کې مونږ د بېلابېلو سعودي چارواکو سره په رابطو کې یو".

۵۹ کلن خاشقجي د سعودي عربستان هغه خبریال وو چې د واشنګټن پوسټ اخبار لپاره به یې لیکل کول، په ۲م اکتوبر کال ۲۰۱۸م، په استنبول کې د سعودي عرب سفارت ته په دهوکه ورغوښتل شوی وو، چرته چې هغه د ځینو کسانو لخوا وژل شوی او بیا یې مړی ټوټې ټوټې کړی شوی چې تر اوسه نه دی پیدا شوی. رپوټ وایي دغه وژونکي کسان د سعودي ولیعهد سره تړلې ډلې کسان وو.

که څه هم ریاض په اخیره کې دا منلې چې خاشقجي د هغه د نیولو د عملیاتو په وخت د تاوتریخوالي وروسته وژل شوی، خو د هغه په وژنه کې د وليعهد د لاس لرلو خبره ردوي.

د خاشقجي په وژنه کې ککړو پینځو کسانو ته چې د مرګ کومې سزا ګانې ورکړل شوې وې، د خاشقجي د کورنې له خوا د بخښنې وروسته دغه سزا ګانې په ۲۰ کاله بند بدلې شوې.

په کال ۲۰۱۹م کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکي اېګنیس کالمارډ په سعودي عربستان تور لګولی وو چې د خاشقجي د وژنې "قصدي او د وړاندې نه" امر ورکړی وو او د دغه پېښې د نورو پلټنو غوښتنه یې کړې وه. د شپږو میاشتو د پلټنو وروستو کالمارډ ویلي وو "د وليعهد د دغې وژنې د ذمه وارۍ پوره او کوټلي ثبوتونه ترلاسه شوي چې د نورو پلټنو ضرورت لری".

د خاشقجي د وژنې په اړه د رپورټ ځینې برخې په کال ۲۰۱۸م کې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړې شوې وې، خو د صدر ټرمپ انتظامیې هغه وخت د قانوندانانو او د بشري حقونو د ډلو دا غوښتنه رد کړه چې د دغه معلومانو ځینې برخې دې خپرې کړي.

دوی غوښتل چې د سعودي عرب او ایران تر منځ خرابو اړیکو له سببه خپلې اړیکې د سعودي‌ سره سمې وساتي او په سعودي عربستان خپلې وسلې خرڅول جاري وساتي.

جوباېډن د کال ۲۰۲۰م په صدارتي کمپاېن کې دا ژمنه کړې وه چې د خاشقجي د وژنې په سر به د سعودي عرب او امریکا اړیکو ته به بیا کتنه کوي.

د صدارت څوکۍ تر لاسه کولو وروسته بایډن ریاض ته د درنې وسلې خرڅول ودرولي چې د یمن په جګړه کې یې ونه کاروي او د یمن د روانې لانجې د ختمولو لپاره یې یو ځانګړی استازی هم ټاکلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG