لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین هڅه کوي د کورنیو ترڅنګ نړیوالې رسنۍ هم کنټرول کړي


واشنګټن - په چین کې د بهرنیو مطبوعاتو په اړه پوښتنې په داسې حال کې رامنځ ته کېږی چې د چین حکومت کوښښ کوي رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

پېکنګ په دې وروستیو کې د برتانیې بي بي سي وارلډ نیوز په داسې حال کې بند کړی چې د لویدیځ له ګڼو هېوادونو سره یې ډپلوماټیکې اړیکې خرابې شوې دي.

د چین دغه ګام وروسته له هاغې واخېستل شو کله چې بي بي سي د ایغور اقلیت څخه د یو شمېر ښځو اکاونټونه چاپ کړل.

دغو مېرمنو د چین په سینکیانګ سیمه کې په جوړو شویو توقیف ځایونو کې د جنسي تیري، زور زیاتي او شکنجو یادونه کړې وه خو پېکنګ دغه راپور غلط وباله.

په ورته وخت کې برتانیې هم د چین د دولتي ټي وي سي جي ټي ان لایسنس ختم کړی دی.

د چین د دولتي خبري رسنۍ شینوا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د چینايي چارواکو په باور بي بي سي د چین په اړه په خپلو راپورونو کې سرغړونې کړې دي او له همدې امله به یې د خپرونو وړاندیز نوی نشي.

د چین د دولتي خبرۍ رسنۍ ګلوبل ټایمز ایډېټر هو زېجن په توېټر لیکلي، چې راپورونه ټول ناسم وو او بي بي سي د چین پرضد د لویدیځو عامه افکارو د جګړې په مورچلې بدله شوې.

پر رسنیو فشارونه:

د بهرنیو رسنیو تړل او بندول د راپور ورکولو چاپیریال نور هم سختوي. د چین د بهرنیو خبریالانو د بیان له مخې، لږ تر لږه ۱۷ خبریالان په ۲۰۲۰ کال کې له چین څخه وېستل شوي دي.

د ګڼو خبریالانو پېژند کارتونه وروسته له هاغې بېرته واخېستل شول کله چې د امریکا حکومت په امریکا کې چینايي رسنۍ د بهرني ماموریت په نامه ونومولې. او له نورو څخه وغوښتل شول چې د خپلو کارکونکو او مالي سرچینو په اړه مفصل معلومات ورکړي.‌

په برسلز کې د چین د مسلو څېړونکی سرې ارهو هورن وايي، د پېکنګ لخوا په کلکه د کورنیو او دولتي رسنیو له کنټرول څخه وروسته اوس غواړي بهرنۍ رسنۍ تر خپل هدف لاندې وګرځوي.

هورن امریکا غږ ته وویل، "هغه خبرونه چې د پېکنګ د رسمي دریځ پر خلاف وي د پروپاګنډې ادارو لخوا پرې د جعلي او غلطو راپورونو ټاپه لګول کېږي او پرضد یې په چټکه توګه حکومتي ځواب ورکول کېږي."

هغه زیاته کړه، "پر بي بي سي بندیز ښيي‌ چې په چین کې له بهرنیو رسنیو سره هم د کورونیو رسنیو په څېر چلند کېږي او دا په دې معنی د چین په اړه هغه راپورونه چې د حکومتي دریځ سره په یوې کرښه نه وي نو هغه به ډېر حساس او خطرناک ګڼل کېږي."

ده دا هم وویل، چې ښايي داسې بهرنۍ رسنې به هم واخېستل شي چې د چین سره دوستانه چلند کوي تر څو په بهرنۍ رسنۍ کې هم خپل اغېز پراخ کړي.

چین په دې وروستیو کې کلونو کې له رسنیو څخه د پانګونې په هڅونې او یو مثبت تصویر په ورکول کې کار اخېستل شوی.

د فریډم هاوس لخوا څېړنه ښيي چې پېکنګ د دولتي رسنیو فعالیت زیات کړی او په بهر کې یې رسنیو ته پیسې ورکړي.‌

په هر صورت د چین لخوا په کورنیو او بهرنیو رسنیو باندې د بندیزونو خبره کومه نوې نه ده. پېکنګ فکر کوي چې د لویدیځ رسنۍ په نامناسبه توګه ددغه هېواد د کورنیو مسلو په اړه راپورونه ورکوي او کله د همدې له امله پرې د جعلي خبرونو ټاپه هم لګول کېږي.‌

د بې پولې خبریالانو لخوا په یوه خپور شوی راپور کې د رسنیو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۷ ځای لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG