لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: سي ټي ډي د طالبانو د جنوبي وزیرستان د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په سکهر کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جنوبي وزيرستان دوه ترهګر يې وژلي دي.

سي ټي ډي نن په 27م فرورۍ خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په سکهر کې يې د ملي امنيتي ادارې سره په ګډه عمليات کړي دي.

سي ټي ډي پوليس د ترهګرۍ ضد عمليات کوونکي ځانګړي پوليس دی.

په خبر پاڼه کې يې دعوه کړې چې حساسه ادارې ته خبر ترلاسه شوی چې د ټي ټي پي جنوبي وزیرستان د نور اسلام ګروپ ترهګر موجود دي او د کومې غټې ترهګرۍ دپاره سيند صوبې ته داخل شوي دي.

ویل شوي د سيند صوبې د سکهر په پټني تاڼه علاقه کې د دوی پرضد عمليات شي او ترهګرو په پوليس ډزې کړي او په ځوابي عملياتو کې دواړه ترهګر وژل شوي دي.

سي ټي ډي د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د ولايت زېب او شاه محمود په نومونو کړې او ویلي يې دي د دوی د قبضې څخه دوه (ناين اېم اېم تماچې) او يو خودکش جېکټ ترلاسه کړی دی.

ويل شوي وژل شوو ترهګرو په شانګله کې د پوليس په موبايل چاودنه کړې پينځه پوليس سرتيري يې پکې وژلي وو. دغه ډول په جنوبي وزيرستان کې يې په پوستي پوستو څو بريدونه کړي وو.

پرون په جنوبي وزيرستان کې هم د يو ترهګر د وژلو دعوه شوې وه.

امنيتي سرچين وي او اې ډيوه ته ویلي وو د شکۍ تحصيل په سپين جومات علاقه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات شوي او د ماينونو ماهر مهم کمانډر نورستان پکې وژل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG