لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمزه شهباز تر شل میاشتني بند وروسته: د سخت انتقام باوجود پر شریف کورنۍ کرپشن ثابت نه شو


اسلام اباد ــــ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر حمزہ شهباز په وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف په حکومت باندې تور لګولی چې د احتساب ادارہ د سیاسي مخالفینو پر ضد کاروي.

د پنجاب د پخواني وزیراعلی شهباز شریف زوی حمزه شهباز د غیرقانونہ پیسو د لېن دېن پہ یوہ قضیہ کې شل میاشتې پہ بند کې تېرې کړې او پرون پہ ضمانت خوشی شو.

حمزه شهباز وویل په ملک کې د احتساب عمل صرف د مفروضو په بنیاد روان دی چې پکې د مخالفه ډلو غړي ځورول کیږي. د خالي- شنبې په ورځ په لاهور کې خپلو پلویانو تہ د وینا پہ مھال حمزہ شهباز وویل:

"نن ټول قام د احتساب د تماشې منتقي انجام ولیدو او د درو کالو بد ترین انتقام باوجود حکومت د نواز شریف د سپاهیانو او د شریف کورنۍ پر ضد د یوې پیسې بډې رشوتونہ ثابت نہ کړی شو".

حمزه شهباز وویل،‌ حکومتي غړو چې د برتانیې د ډېلي مېل ورځپاڼې کومه حواله ورکړې وه،‌ چې ګواکې شهباز شریف په غیرقانوني توګه د پیسو لېن دېن کړی دی، خو وایي د برتانیې د جج په وړاندې د دې ورځپاڼې خبریالی وو، چې "له ده سره هیڅ ثبوت نه شته".

دې تہ خپل عکس العمل کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي، حمزہ شهباز داسې خبري کوي لکه بري شوی چې وي. پخپل ټویټر پیغام کې شبلي فراز ویلي، د مریم نواز او حمزہ شهباز مشرانو پہ ھیواد کې کرپشن تہ ودہ ورکړې او د قام اخلاقیات یې تباہ کړي دي.

شبلي فراز لیکلي حمزه شهباز دې خپل "تښتېدلي" تره ته ووایي چې وطن ته بیرته ور ستون شي:

"دوی د پاکستان ولس لوټ کړ او خپل جېبونه یې ډک کړل، چې د قوم پیسه یې لوټ کړه هغوی اوس په بې انصافۍ سره وایي چې د دوی په ضد یوه پیسه کرپشن نه دی ثابت شوی".

په پاکستان کې د احتساب په نوم د خپلو سیاسي مخالفینو په ضد مقدمې جوړولو او وروسته د عدالتونو له خوا دوی ته د ضمانتونو ورکولو په اړه یو وکیل عادل چټه وایي:

"د حمزه شهباز په قیضه کې له 110 ګواهانو تر اوسه یواځې اته عدالت ته وړاندې شوي دي، د کوټلیو شهادتونو د نشتوالي له کبله دوی ته ضمانتونه ورکول کېږي".

د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال د پاکستان د دوو سترو اپوزیشن ګوندونو مسلیم لیګ نواز او پیپلز ګوند د ګڼ شمېر مشرانو په ضد د کرپشن مقدمې جوړې شوې دي چې هغوی یې د حکومت له خوا سیاسي انتقام ګڼي، خو وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې دوی د خپلو حکومتونو په مهال پراخ کرپشن کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG