لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميانمار: د پوځي کودتا پرضد مظاهره چيانو باندې ډزو کې 18 تنه وژل شوي


په ميانمار کې د پوځي کودتا پرضد مظاهره چيانو باندې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې 18 تنه وژل شوي او د 30 نه زيات نور ژوبل شوي دي، په میانمار کې د پوځي کودتا پرضد مظاهرو په مهال دا په يوه ورځ کې تر ټولو زيات مظاهره چيان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په 28 فرورۍ ویلي، نن په میانمار کې لږ تر لږه 18 تنه وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي دي.

ملګرو ملتونو په ميانمار کې په مظاهره چیانو د تشدد غندنه کړې او په پوځ يې غږ کړی د پرامنه مظاهره چيانو پرضد دې زور نه کاروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اسيا څانګې د دفتر وياند روينه شمداساني ویلي، پوځ او پوليس د ملک په بېلابيلو برخو کې مظاهره چيانو ته مخامخ شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن په ټويټر ویلي،

"مونږ د برما د ځواکونو لخوا د برما په خلکو د تشدد غندنه کوو او په دغو پېښو کې د ککړو سره به حساب کوو. مونږ د برما د خلکو سره ولاړ يو او هغو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د برما د خلکو د خوښې ملاتړ کوي".

د فرورۍ په لمړۍ نېټه په میانمار کې د پوځ لخوا واک اختیار قبضه کولو او په انتخاباتو کې د ټاکل شوي مشرې آنګ سانګ سوچي او د هغې د ګوند د نورو تنانو د نیولو وروسته سخت اړی ګړی روان دی.

د برما پوځ په آنګ سانګ سوچي او د هغې په ګوند تور لګولی چې په نومبر کې شوي انتخاباتو کې یې درغلي کړې ده.

میانمار چرته چې ۵۰ کاله پوځي حکومتونه تیر شوي او اوس اوس جمهوري نظام پېل شوی، دې تازه کودیتا دغه جمهوري نظام ودرولی چې پرضد یې په سلګونو زره خلکو مظاهرې پېل کړي او ګڼو غربي هیوادونو د دغې کودتا غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG