لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: وزیراعظم به د باور رایه اخلي. بلاول: عمران خان دې استعفی ورکړي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وروسته له هغه چې ګوند یې په اسلام اباد کې د سېنټ مهمه څوکۍ پر اپوزیشن وبایلله، وویل چې وزیراعظم عمران خان به اوس له قومي اسمبلۍ د باور رایه تر لاسه کوي.

شاه محمود قرېشي د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، عمران خان او ګوند یې پرېکړه کړې چې د پارلمان له غړو د باور ووټ واخلي.

د خبري غونډې په مهال د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود وویل، د باور ووټ به د لاس په اوچتولو سره ورکول کېږي، وایي که چا هم له خپل ضمیر سره سم ووټ ورکاوه نو ور به یې کړي.

واکمن ګوند هغه وخت پر اپوزیشن د خپل ګوند د پارلمان د غړو د ووټونو د اخیستو تور ولګاوه چې د اسلام اباد مهمه څوکۍ یې وبایلله او د اپوزیشن امیدوار پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وګټله.

بل لور ته د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو هم یوې خبري غونډې ته د اسلام اباد د څوکۍ ګټل د اپوزیشن کامیابي وبلله او ویې ویل چې عمران خان نور باید له خپلې څوکۍ استعفی ورکړي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن له وزیراعظم عمران خانه د اسمبلیو د ماتولو غوښتنه کړې ده او د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي، چې له عمران خان سره نور په وزیراعظم هاوس کې د پاتېدو هیڅ جواز نه شته.

د سېنټ پر 37 څوکیو په پرونیو ټاکنو کې د غیرسرکاري نتیجو له مخې واکمن تحریک انصاف ګوند 13، پیپلز ګوند 8، بلوچستان عوامي ګوند شپږ، عوامي نېشنل ګوند دوه، جمعیت علمای اسلام ف دوه، ایم کیو ایم دوه او بي این پي مېنګل دوې څوکۍ ګټلې دي.

البته د پنجاب صوبې په یوولس څوکیو د واکمن تحریک انصاف ګوند پینځه، د مسلم لیګ ن ګوند پینځه او د مسلګ لیګ ق یو غړی له مقابلې پرته لا له وړاندې ټاکل شوي وو.

د پاکستان په 100 کسیزه سېنټ کې دا وخت د مخالفو ګوندونو د غړو شمېر دا وخت 53 او د واکمن ګوند او پلویانو شمېر یې 47 دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG