لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سېنټ ټاکنې: بلوچستان کې د اپوزیشن د دعوو باوجود واکمن "باپ" ګوند ډېرې څوکۍ وګټلې


کوټه ـــ د بلوڅ قام پرست ګوند بي اين پي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي سردا اختر مېنګل وړمه ورځ‌ له رسنيو سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې د سېنټ په ټاکنو کې به د ایټيم بم تر چاودنه هم غټه سياسي چاودنه وکړي او په ټاکنو کې به د اپوزيشن زيات امیدواران کامیابه شي خو داسې ونه شول.

د اختر مېنګل د ګوند د دوو کانديدانو په ګډون اپوزيشن ګوندونو يواځې څلور څوکۍ تر لاسه کړې، خو د بلوچستان واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ اته کانديدان کاميابه شول.

بي اين پي مېنګل خپل يواځينی پښتون کانديد ايډوکېټ ساجد ترين کاميابه نه کړ.

دا چې اپوزیشن ګوندونو ولې زیاتې څوکۍ ونه ګټلې، شنونکی او وتلی خبريال سيد علي شاه وایي سردار اختر مېنګل سم حساب کتاب نه وو کړی او مکمل کار یې نه وو کړی، پکار دا وو چې ده په عمل کې دا کار ښکاره کړی وای:

"هغه سياسي چاودنه په دې ونه شوه چې د اپوزيشن سټرېټيجي کمزورې وه، د بلوچستان وزیر اعلا جام کمال او د هغه اتحاديانو په يوه ورځ خپلمنځي ټول اختلافات ختم کړل او نن له يوې مظبوطې تګلارې سره بلوچستان اسمبلۍ ته راغلل او اته نشستونه يې تر لاسه کړل".

غېر سرکاري نتيجه ښيي عبدالقادر، منظور کاکړ، سرفراز بګټي، پرنس اغا عمر، ارباب عمر فاروق پر جنرل سيټونو يا څوکيو او سعيد هاشمي پر ټېکنوکرېټ، سمينه ممتاز د ښځو او دنېش کمار د لږکيو پر څوکۍ په حکومتي اتحاد کې د شاملو ګوندونو باپ، پي ټي ای، ايچ ډي پي او اې اين پي په ووټونو باندې اته څوکۍ تر لاسه کړې.

په دغو اته تنو کاميابه کانديدانو کې اووه له بلوچستان عوامي ګوند او يو کانديد ارباب عمر فاروق کاسی له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لري.

په ايالتي اسمبلۍ کې د اپوزيشن پر څوکۍ ناست او په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل بلوڅ قام پرست ګوند بي اين پي مېڼګل پر جنرل نشست باندې قاسم رونجهو او د ښځو پر څوکۍ نسيمه احسان شاه کاميابه کړه.

د دې تر څنګ مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام پاکستان خپل دوه کانديدان کامران مرتضی پر ټيکنوکرېټ او مولانا عبدالغفور حيدري پر جنرل نشست سېنټ ته بريالي کړل.
خو له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق لرونکی د پي ډي اېم کانديد عثمان کاکړ کاميابه نه شو، عثمان کاکړ ته د پښتونخوا ملي عوامي د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ يواځيني غړي نصرالله زېري ووټ ورکړی دی، کانديد عثمان کاکړ د خپلۍ ناکامۍ دوې وجې بيان کړې:

"اوله وجه دا ده يو آزاد اميدوار قادر ټېکدار تر يو ارب روپو زياتې ګار کړې 11 ووټه يې واخيستل او بل جميعت علما اسلام او بي اين پي مېنګل تر خپلو خبرو د نه تېرېدو په وجه د پي ډي ايم يوه څوکۍ کمه شوه، پي ډي ايم ته يې ډېر لوی تاوان ورساوه چې حکومت ته يې يو پوره سيټ ورکړ".

نوي کاميابه شوي عبدالقادر په خپل يوه تازه جاري کړي بيان کې د پيسو په بدل د ووټ اخيستلو ټول تورونه رد کړي او ويلي يې چې دی د بلوچستان دی او د پاکستان په سېنټ کې به د خپل ايالت پوره پوره نمايندګي کوي.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ په 65 غړو کې حکومت پلوه غړي 42 او د اپوزيشن ګوندونو د غړو شمېر 23 دی. د سېنټ په ټاکنو کې ټولو غړو خپلې رايې استعمال کړې او له بلوچستانه يې سېنټ ته 12 نوي کانديدان د شپږو کالو لپاره کاميابه کړل.

په تازه کاميابه شوو کانديدانو کې يواځې دوه پښتانه سياستوال دي چې يو د واکمن بلوچستان عوامي ګوند منظور کاکړ او بل د عوامي نېشنل ګوند ارباب عمر فاروق کاسی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG