لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: افغان حکومت او طالبان دې سياسي جوړ جاړي او ډزبندۍ ته لار ولټوي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، "بايد د افغانستان حکومت او طالبان دې د سياسي جوړ جاړي او تلپاتې کوټلې ډزبندۍ ته لار ولټوي".

زلمي خليلزاد په ټويټر ویلي، د کابل درې ورځنی رغنده سفر يې پوره کړی د افغان حکومتي مشرتابه، مدني ټولنې، مدني فعالانو او نورو سياسي خلکو سره يې مشورې کړي دي.

نوموړي ویلي د ټولو خواو سره یې په خبرو کې په افغانستان، سفارتکارۍ او نړيوال ملاتړ ترلاسه کولو خبرې کړي چې د افغانانو مرسته وکړي او د سولې عمل ګړندی کړي.

هغه ويلي افغان دولت او طالبان بايد د سياسي جوړ جاړي او تلپتاتې کوټلي اوربند دپاره لارې ولټوي.

خلیلزاد زياته کړې په کابل کې يې د سولې د خبرو مخ په وړاندې بوتلو دپاره په مختلفو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

امریکايي استازي ویلي، چې څه يې اورېدلي ډاډمن شوی او زياته کړې يې ده په افغانستان کې د افغانانو د غوښتنې او خواهش ترمخه د تلپاتې سولې ترلاسه کولو دپاره په پراخه کچه ملاتړ شتون لري چې د سولې عمل دې ګړندی کړی شي.

د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو خلیلزاد به د افغانستان د حکومتي مشرتابه، طالب استازو او د سيمې د نورو هېوادونو سره د خبرو د بیا پېل کولو په سر بحثونه وکړي چې د سياسي جوړ جاړي تر څنګ هر اړخيزه ډز بندي وکړی شي.

نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون کال پوره شوی دی.

امريکا وايي د طالبانو سره شوي تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې ختمي کړي که نه؟ تشدد يې کم کړی؟ او د افغانستان د حکومت سره یې د سولې خبرې کوم ځای ته رسولي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي بېن الافغاني خبرې بيا په 12م ستمبر پېل شوې چې وخت په وخت د ځنډ هم ښکار شوي او تر اوسه یې کومه کوټلي نتيجه هم مخې ته نه ده راغلې.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او د امنيتي ځواکونو لخوا د طالبانو پرضد عمليات هم دوام لري.

افغان حکومت وايي، د دوحې تړون چې شوی او تراوسه چې په دغه عمل کې څه هم شوي د سولې په تمه وخت ضايع شوی او په افغانستان کې مرګ ژوبلې او بدامني نوره سېوا شوې ده.

طالبان وايي په دې کال کې يې جګړې راکمې کړي او په تړون کې کړې ژمنې يې پوره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG