لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي، پوځي سرتيری ژوبل


امنیتي سرچینې وايي د شمالي وزیرستان منظر خیل سیمه کې پوځ د وسله والو پرضد عمليات کړي او په دغه مهال نښته شوې دوه وسله وال پکې وژل شوي او يو پوځي سرتيری پکې ژوبل شوی دی.

د امنيتيي سرچينو په وېنا د وسله والو د موجودګۍ په خبر پوځ هلته ورغلی عمليات يې کول وسله والو پرې ډزې کړي او يو پوځي سرتيری پکې ژوبل شوی دی.

امنیتي چارواکي چې نه غوښتل خپل نوم څرګنده کړي وې ويل د امنیتی سرتیرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

هغه ویلي په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طوفان ډلې عادل نومي وسله وال هم شامل دی.

په(22 فرورۍ) د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وې د دوی تعلق د خیبر پښتونخوا بنو سیمې سره وو.

په 23 فرورۍ د پاکستان پوځ دعوه کړې په شمالي وزيرستان کې د څلورو ښځو په وژنه کې ککړ تن حسن خان چې د سجنا په نوم یاد وو په میر علي بازار کې د امنیتي ځواکونو په اسخبارتی عملیاتو کې وژل شوی دې.

د فرورۍ په 22 په بله پېښه کې په شوه تحصيل کې وسله والو ۱۰ کسان تښتولي وو او پولیس ويلي وؤ چې وروسته يې پکې څلور کسان خوشې کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل بيا سېوا شوي دي.

په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه په وروستيو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.

په دوېم مارچ د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاوېد باجوه د شمالي او جنوبي وزیرستان قبایلي ضلعو سفر کړی او ويلي يې وو په سيمه کې په پراخه کچه امن بيرته راغلی دی.

د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د سیمې په وضعیت ډاډ ښکاره کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG