لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر: وسلوال برید کې د سمندري ځواک یو سرتېری وژل شوی او یو ټپي دی


کوټه ـــ د بلوچستان ايالت په ګوادر جيوني سيمه کې د وسلوال بريد په نتيجه کې د پاکستان د سمندري ځواک يو سرتېری وژل شوی او يو ټپي شوی دی.

د ګوادر مرستيال کمشنر راجه اطهر عباس وي اواې ډيوه ته د ټليفون له لارې وويل چې ياده پېښه له ګوادره اويا کلوميټره لرې د جيوني په ګنز سيمه کې شوې ده.

مرستيال کمشنر زياته کړه چې ناپېژاندو وسلوالو د پاکستان د سمندري ځواک يا نېوي فورس د سرتېرو پر ګښت کوونکي موټر بريد کړی چې په ترڅ کې يې د سمندري ځواک يو سرتېری وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

خو ځيني خپاره شوي راپورونه بيا د دوو سرتېرو د وژل کېدو او د دوو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د سمندري ځواک دفتر تر اوسه د مړو شوو شمېره نه ده خپره کړې. مرستیال کمیشنر وایي:

"بېلابېل رپورټونه دي، څوک وایي یو مړ دی څوک وايي دوه مړه دي، موږ د سمندري ځواک د دفتري بیان انتظار کوو خو د یوه سرتیري د وژل کېدو تصدیق سوی دی او ټپي هم یو دی هغه مو د درملنې لپاره کراچۍ ته ولیږه د هغه حالت له خطره وتلی دی".

د بريد ذمه واري د رپورټ د جوړېدو تر وخته پوري کوم چا نه ده منلې.

د چارواکو په خبره له پېښې سمدستي وروسته په جيوني او شاوخوا سيمو کې یې د پلټنې عمليات پيل کړي دي خو وایي تر اوسه په پېښه کې د لاس لرلو په تور څوک نه دي نيول شوي.

ګوادر سمندر قدرتي ډيپ سي پورټ يا ژور بحري بندر لري. د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) منصوبې له پيل راهيسې ګوادر نور هم ارزښت وموند. حکومت د منصوبې د خوندي ساتلو لپاره په ګوادر کې يو شمېر سرتېري اچولي دي.

د ګوادر تر څنګ د بلوچستان په نورو سيمو کې هم وخت په وخت د وسلوالو له خوا پر امنتي ځواکونو او سرکاري ودانيو بريدونه کېږي. زياتره وخت د دغو بريدونو ذمه واري بلوڅ وسلوال تنظيمونه مني.

حکومتي چارواکي په بلوچستان کې د وسلوالو تنظيمونو تر شا د هند لاس ګڼي خو هند دا تورونه ردوي.

تېره ورځ د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګاډي باندې هم بمي بريد شوی وو، چې پکې پینځه مزدوران وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.

د سيمې د مرستيال کمشنرې ثنا ماه جبين په خبره پېښه د بابرکچ د تندوري په سيمه کې هغه مهال شوې چې د مزدورانو ګاډی د سړک له غاړې پر ښخ شوي ماين برابر شوی وو. په ټپيانو کې د ملېشه ځواک سرتېري هم شامل وو.

د يادې پېښې ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې. د بلوچستان وزیر اعلا د يادې پېښې رپورټ غوښتی او ويلي يې چې په داسې پيښو کې ککړو خلکو سره دې يو ډول رعايت نه کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG