لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ډي ایم: د عمران خان د باور رایه نه منو،‌ استعفی دې ورکړي


اسلام اباد ــــ د مخالفہ ګوندونو د ایتلاف پاکستان ډیموکرېټک موومنټ مشرانو د وزیراعظم عمران خان له خوا د قامي اسمبلۍ نہ د باور رایو په اخیستلو کې کامیابېدل رد کړ‎ي او د وزیراعظم نہ یې پہ ملک کې د نویو عمومي انتخابونو غوښتنہ کړې ده.

یادہ دې وي چې وزیر اعظم عمران خان د خالي- شنبې پہ ورځ یو ځل بیا د قامي اسمبلۍ نہ ۱۷۸ رایې واخیستې او کامیابہ شو. مخالفہ ګوندونو د غونډې بایکاټ کړ‎ی وو.

په اسلام اباد کې مېډیا سرہ د خبرو پہ مھال د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، پرون چې کوم خلق وزیر اعظم پہ بیعہ د ووټونو په خرڅولو تورن کړي وو بیا د ھغوی نہ ووټ اخیستل داسې ګڼي چې یعنې د باور ووټ یې واخیست:

"داسې نہ دہ، ملک نورې تباہۍ پلو مہ بوزہ، اوس پہ ملک کې د بیا انتخابونو نہ علاوہ بلہ لار نه شتہ".

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز پہ وزیراعظم عمران خان باندې د باور څرګندولو له کبله د پالیمان د غړ‎و مننہ وکړ‎ہ او وې ویل:

"نن یو ځل بیا نوټ تہ عزت ورکولو والا مختورن شول او د مخالفہ ګوندوونو بدې ارادې یو ځل بیا ماتې وخوړ‎ہ".

خو د مسلم لیګ ن مرستیالې صدرې مریم نواز د خپل ګوند شپاړ‎س غړ‎و نہ پہ زورہ د ووټونو اخیستلو تور لګولی او ویلي یې دي چې د پارلمنټ لاجز نہ پرون مورچہ جوړ‎ہ کړی شوې وہ او د خپلو شپاړ‎س د پارلیمان غړ‎و سرہ پاکستان تحریک انصاف خپل یو یو غړ‎ی پر ځای کری وو.

مریم نواز دعوه وکړ‎ہ چې د حکومت د تلو وخت راغلی دی، وایي د دوی سیاسي مرګ شوی دی خو ګور کفن یې پاتې دی او دا ھر څہ بہ پي ډي ایم پہ ګډہ سرہ کوي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي چې "ګوډاګي او نالایقہ وزیراعظم ولس سختو ستونځو سرہ مخامخ کړی او پہ ھیواد کې یې اقتصادي ترھګري وکړ‎ه".

بلاول وویل دا فیصلہ بہ اوس پي ډي ایم کوي چې کلہ چرتہ او د چا پر ضد د بې باورۍ تحریک وړ‎اندې کړي.

د سېنټ انتخابونو او د خالي- شنبې پہ ورځ د پارلیمان د ودانۍ نہ بھر د تحریک انصاف پلویانو له خوا د مسلم لیګ ن د مشرانو پر ضد چغې سورې او پہ دوی باندې ګوزارونہ کولو وروسته سیاسي تاوتریخوالی نور سېوا شوی او د مخالفہ ګوندونو مشرانو پہ سختو ټکو ددې کار غندنہ کړې.

بل خوا مسلم لیګ ن خپلو پلویانو او کارکنانو تہ د روانې میاشتې پہ ۲۶مه نېټہ د حکومت پر ضد د لانګ مارچ د پارہ د تیار اوسېدو غږ‎ کړی دی.

XS
SM
MD
LG