لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو نړيواله ورځ په قبايلي ضلعو کې نمانځل پکار دي، فعالې


د ښځو په نړيواله ورځ د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې پښتنې فعالې وايي، په ښارونو کې ښځې يو څه په خپلو حقونو خبر دي، ډېرې اسانتياوې ورته ترلاسه دي پکار ده چې د ښځو په نړیواله ورځ د ښځو دپاره دستورې په قبايلي ضلعو او نورو وروسته پاتې علاقو کې ونمانځل شي.

اتم مارچ په ګرده نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې فعاله ليلا شانواز چې د خوېندو کور نومې تنظیم غړې ده وايي، اول خبره دا ده چې د ښځو دپاره ځانګړې ورځ ځکه نمانځل پکار دي چې ښځو ته په ورپېښو مسلو، د هغې په هواري او د دوی په حقونو خبرې وشي.

وې او اې ډيوه سره په خبرو کې ليلا وويل د هغې په نظر د ښځو په ورځ به د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو او لرې پرتو علاقو ښځې خبر هم نه وي.

هغې زياته کړه په ښارونو کې بېلابيلې دستورې راجوړيږي د ښځو د برابرۍ د حقونو او فېصله سازۍ کې د برخې ورکولو غوښتنې کيږي، په ښارونو کې ښځې يو څه تعليم ترلاسه کولی شي نوکريانې کولی شي خو هلته بيا دوی د ځورونو سره مخ کيږي.

ليلا وويل په کليوالو علاقو کې بيا ښځې مالومات هم نه لري چې دوی کوم حقونه لري ځکه پکار ده چې په دې ننۍ ورځ د ښځو زياتې دستورې په کليوالو او قبايلي علاقو کې شوی وی.

هيله شينوارۍ چې په پېښور کې يې د هوم اکنامک کالج نه د فوډ اېنډ نيوټرېشن يا د صحتمند خوراکونو زده ترلاسه کړي، وايي اوس د قبایلي علاقو نه ځينو جينکو زده کړې کړي او کوي يې لګيا دي خو که دوی زده کړې ترسره کړي کوم سند ترلاسه کړي بيا په قبايلي علاقو کې دوی ته موقعې نه وي چې خدمات تر سره کړي.

وې او اې ډیوه سره په خبرو کې هيلې وويل بايد چې د قبایلي علاقو د جینکو دپاره په ځانګړي ډول پاملرنه وشي هغو ته لاره سمه کړی شي د هغوی ملاتړ شي او دوی ته د خدماتو ترسره کولو تابيا وشي ځکه چې اوس هم ډېرې جينکۍ داسې دي چې زده کړې يې کړي دي خو په کورونو دننه پاتې دي ځکه چې هغو موقعې نشته.

په بنو کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې ياسمين اختر وايي، د ښځو د حقونو دپاره ښځې فعالې او ځينې غېر دولتي ادارې هم کار کوي او په سرکاري تعليمي او نورو ادارو کې هم د ښځو د حقونو خبره کيږي خو پکار ده چې د ښځو د حقونو په خبرو عمل هم وشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل ښځې به يو څه په خپلو حقونو خبر وي او خبرول کيږي خو د سړو په مشرۍ ټولنه کې پکار ده چې سړي د ښځو په حقونو خبر کړی شي ځکه چې په پښتنه ټولنه کې زياتره د ښځو ټول واک د سړو سره وي.

نغمه اقتدار په کراچۍ کې فعاله ده، وايي په پاکستان کې په هر ځای کې ښځې د علاقو په سر د بېلابيلو ستونزو سره مخ دي پکار ده د صوبې او علاقو په کچه د ښځو د مسلو د هواري او د دوی حقونو دپاره ګامونه پورته کړی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نغمې وويل په کراچۍ کې د پرون راهسې د ښځو د ورځې په مناسبت دستورې روانې دي او نن په اتم مارچ د ښځو په نړيواله ورځ د عورت مارچ په دستوره کې دوی غوښتنې وړاندې کوي چې ښځو ته دې د نورو حقونو سره پوره او د برابرۍ په حساب اجرت يا تنخا او په ځانګړي ډول د بچي د زېږولو په وخت پوره رخصتيانې ورکړی شي.

هغې وويل په ملک کې د ښځو د حقونو دپاره ځينې قوانين موجود دي يو خو دې هغه په عمل کې راوستل شي او بل دا چې د جينکو او د ښځو د شخصي کورني ژوند نه واخله تر هرې شعبې پورې دې دوی ته د حقونو ورکولو دپاره بشپړه قانون سازي وشي چې دوی ته قانوني تحفظ ترلاسه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG